https://sputnik.af/20230712/د-ایران-او-افغانستان-ترمن-د-اورا-د-پل-کار-پیل-شو-15294599.html
د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ کار پیل شو
د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ کار پیل شو
اسپوتنیک افغانستان
د طالبانو* ویاند د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د پرانیستلو اعلان وکړ. 12.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-12T14:02+0430
2023-07-12T14:02+0430
2023-07-12T14:17+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/0b/15290199_0:56:1080:664_1920x0_80_0_0_2cd9496a20fcbeb114fea985fa9c75e4.jpg
د اسپوتنیک په وینا، د طالبانو*ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼې کې لیکلي: "د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کار پیل شو او له ترکیې څخه افغانستان ته د هرات له لارې د مالونو لېږد د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ لویه لار پرانیستله".نوموړیزیاته کړې: "له دې وروسته به د افغانستان د سوداګریزو مالونو لېږد هم له همدې لارې کېږي او د دې اورګاډي له لارې د مسافرو لېږدول هم په پلان کې دی."په ورته وخت کې د افغانستان د طالبانو* تر ولکې لاندې د اورګاډي ادارې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: "د خواف- هرات د اورګاډي کرښې له لارې له ایران سره د سوداګریزو توکو لېږد پیل شوی دی".د اورګاډي د کار د پیل په پرانستونکې غونډه کې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ رئيس ملا بخت الرحمن شرافت وويل:"لېږد رالېږد پيل شو. له ایران سره اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سیمې لپاره هم ګټورې دي، چې دا یو ښه خبر دی". همدارنګه په دې غونډه کې د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت استازي ویلي دي:"د ایران اسلامی جمهوریت چمتو دی په افغانستان کې د زیربناوو، په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ د پروژو په جوړولو او پراختیا کې مرسته وکړي".د یادونې وړ ده چې د اورګاډي دغه کرښه په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د پخواني ولسمشر محمد حسن روحاني له خوا پرانستل شوه او هغه مهال د دواړو هېوادونو پخوانیو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ داړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.د هرات – خواف رېل پټلۍ ۱۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۰ کیلومتره یې د ایران او ۶۰ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې ده.*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20230707/خط-آهن-بین-المللی-از-گانسو-چین-به-حیرتان-افغانستان-بهرهبرداری-شد-15253037.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/0b/15290199_61:0:1021:720_1920x0_80_0_0_32a556743c217035603ee471f37424e1.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ کار پیل شو
14:02 12.07.2023 (بازآوری شدن: 14:17 12.07.2023) د طالبانو* ویاند د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د پرانیستلو اعلان وکړ.
د اسپوتنیک په وینا، د طالبانو*ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼې کې لیکلي: "د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کار پیل شو او له ترکیې څخه افغانستان ته د هرات له لارې د مالونو لېږد د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ لویه لار پرانیستله".
نوموړیزیاته کړې: "له دې وروسته به د افغانستان د سوداګریزو مالونو لېږد هم له همدې لارې کېږي او د دې اورګاډي له لارې د مسافرو لېږدول هم په پلان کې دی."
په ورته وخت کې د افغانستان د طالبانو* تر ولکې لاندې د اورګاډي ادارې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: "د خواف- هرات د اورګاډي کرښې له لارې له ایران سره د سوداګریزو توکو لېږد پیل شوی دی".
د اورګاډي د کار د پیل په پرانستونکې غونډه کې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ رئيس ملا بخت الرحمن شرافت وويل:"لېږد رالېږد پيل شو. له ایران سره اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سیمې لپاره هم ګټورې دي، چې دا یو ښه خبر دی". همدارنګه په دې غونډه کې د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت استازي ویلي دي:"د ایران اسلامی جمهوریت چمتو دی په افغانستان کې د زیربناوو، په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ د پروژو په جوړولو او پراختیا کې مرسته وکړي".
د یادونې وړ ده چې د اورګاډي دغه کرښه په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د پخواني ولسمشر محمد حسن روحاني له خوا پرانستل شوه او هغه مهال د دواړو هېوادونو پخوانیو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ داړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د هرات – خواف رېل پټلۍ ۱۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۰ کیلومتره یې د ایران او ۶۰ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې ده.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.