چین له افغانستانه د امریکې وتل نیمګړی بللی

© Photo / MoCIAfghanistanواردشدن نخستین محموله‌ی کالاهای تجارتی – ترانزیتی چین به بندر حیرتان
واردشدن نخستین محموله‌ی کالاهای تجارتی – ترانزیتی چین به بندر حیرتان  - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 05.07.2023
عضو شوید
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان څخه د امریکې د وتلو په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه نده شوې .
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازي وانګ ونبین د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۵ نېټه اعلان وکړ چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کوي، دا نه په ګوته کوي چې د امریکې مداخله د زیاتو ملکي تلفاتولامل شوی دی.
وانګ وويل: "له بده مرغه هغه مسايل چې په واقعيت کې امريکا یې څيړنې او درک ته اړتيا لري، په راپور کې نه دي منعکس شوي، د بيلګې په توګه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه، د ډيموکراسۍ تر نامه لاندې د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې او د ترهګرۍ پر وړاندې انتخابې مبارزه ( د ځینو ترهګرو ډلو سره مبارزه) چې د ترهګرۍ د زیاتوالي او د بې ګناه ملکي وګړو د زیاتو تلفاتو لامل شوي او سیمه او نړۍ یې ګډوډۍ ته اړولې ده."
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن باید د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ بېرته افغانانو ته راوګرځوي، پر افغانستان یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي، په بنسټیز ډول نظامی ګرۍ پرېږدي او پر نورو هېوادونو د بې ځایه تېرۍ او لاسوهنې سیاست اصلاح کړي .
د جون په ۳۰ د بهرنیو چارو وزارت یو راپور خپور کړ چې په کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې شوې دي. په دغه وینا کې راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه هغه کسان نه دي په ګوته کړی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش تنظیم کړي وه.
al-Qaeda - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 21.06.2023
امنیت ملی امریکا: القاعده پس از ۲۰۲۴ توانایی هدایت عملیات‌های بیرون از افغانستان را پیدا می کند
د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۴ د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د عملیاتو د پای ته رسولو پریکړه کړې کوم چې د متحده ایالتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرني پوځي عملیات دي. امریکا دغه جګړه د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې پیل کړه. په 201۰-201۳ کې چې زیات عملیاتونه ترسره کېدل، په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو شمېر 150,000 تنو ته رسېدی. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې پیل شول. د امریکا او ناټو اصلي جنګي واحدونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان ووتل.
وروسته له هغه چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره چمتووالی اعلان کړ، طالبانو* په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، افغان ولسمشر اشرف غنی له هېواده وتښتېد او طالبان له جګړې پرته کابل ته ننوتل.
د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په لومړیو کې د امریکا پوځ په بشپړه توګه له افغانستانه ووت او په دغه هېواد کې یې خپل شاوخوا شل کلن حضور پای ته ورساوه.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندې دي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала