د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ کار پیل شو

د طالبانو* ویاند د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د پرانیستلو اعلان وکړ.
Sputnik
د اسپوتنیک په وینا، د طالبانو*ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼې کې لیکلي: "د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کار پیل شو او له ترکیې څخه افغانستان ته د هرات له لارې د مالونو لېږد د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ لویه لار پرانیستله".
نوموړیزیاته کړې: "له دې وروسته به د افغانستان د سوداګریزو مالونو لېږد هم له همدې لارې کېږي او د دې اورګاډي له لارې د مسافرو لېږدول هم په پلان کې دی."
په ورته وخت کې د افغانستان د طالبانو* تر ولکې لاندې د اورګاډي ادارې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: "د خواف- هرات د اورګاډي کرښې له لارې له ایران سره د سوداګریزو توکو لېږد پیل شوی دی".
خط آهن بین المللی از گانسو چین به حیرتان افغانستان بهره‌برداری شد
د اورګاډي د کار د پیل په پرانستونکې غونډه کې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ رئيس ملا بخت الرحمن شرافت وويل:"لېږد رالېږد پيل شو. له ایران سره اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سیمې لپاره هم ګټورې دي، چې دا یو ښه خبر دی". همدارنګه په دې غونډه کې د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت استازي ویلي دي:"د ایران اسلامی جمهوریت چمتو دی په افغانستان کې د زیربناوو، په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ د پروژو په جوړولو او پراختیا کې مرسته وکړي".
د یادونې وړ ده چې د اورګاډي دغه کرښه په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د پخواني ولسمشر محمد حسن روحاني له خوا پرانستل شوه او هغه مهال د دواړو هېوادونو پخوانیو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ داړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د هرات – خواف رېل پټلۍ ۱۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۰ کیلومتره یې د ایران او ۶۰ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې ده.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو