اوکراین ته د امنیتی تضمین په اړه د روسیې غبرګون

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي وياند ديميتري پيسکوف وويل: اوکراين ته د هر ډول امنيتي ضمانت ورکول ډېره ناسمه او ډېره خطرناکه ده.
Sputnik
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: اوکراين ته د هر ډول امنيتي ضمانت ورکول ډېره ناسمه او ډېره خطرناکه او د روسیې امنیت ته ګواښ دی.
پیسکوف خبریالانو ته وویل: "موږ دا خورا غلط او احتمالي خطرناک ګڼو." ځکه دغه هیوادونه اوکراین ته د هر ډول امنیتي ضمانت په ورکولو سره په حقیقت کې د امنیت د نه ویشونکي نړیوال اصل له پامه غورځوي. یعني اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو په ورکولو سره د روسیې د فدراسیون امنیت تر پښو لاندي کوي او دا کار ناشونی دی. دا په منځمهاله، اوږدمهاله او حتی لنډ مهال وخت کې له خورا ډېرو منفي پایلو ډک دی."
G7 به زلنسکی تضمین های سیاسی میدهد
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په خپل ټیلیګرام چینل کې ویلي دي: "د G7 هیوادونو د تضمینونو بیه روښانه ده: دا د اوکراین خاوره ده چې له اوکراینیانو څخه د لویدیځو وسلو په واسطه پاکه شوې ده".
تر دې مخکې د اوکراین د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف ویلي وو، چې دی د هغو امنیتي ضمانتونو په اړه اندېښمن دی، چې G7 یې چمتو کوي او غواړي د دغو ژمنو په بیه پوه شي.
زاخارووا لیکلي: "دا یوازې د اوډیسا یو طنزدی. بیه روښانه ده - د اوکراین خاوره د لویدیځو وسلو په واسطه د اوکراینیانو څخه پاکه شوې. په حقیقت کې دومره خلک پاتې دي چې د ناټو ځواکونو د خدمت لپاره اړتیا ده."
هغې زیاته کړه: "له لویدیځې اروپا څخه د جبري کار لپاره د چا تښتولو ته اړتیا نشته، دوی پخپله راغلي دي."
د یادولو وړ ده چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې د اروپا لپاره مشرې اماندا سلوت ویلي دي چې د G7 مشران به نن چهارشنبه د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲ نیټه د اوکراین لپاره خپلې اوږدمهاله امنیتي ژمنې اعلان کړي.
بحث و گفتگو