https://sputnik.af/20230712/اوکراین-ته-د-امنیتی-تضمین-په-اه-د-روسی-غبرون-15297119.html
اوکراین ته د امنیتی تضمین په اړه د روسیې غبرګون
اوکراین ته د امنیتی تضمین په اړه د روسیې غبرګون
اسپوتنیک افغانستان
د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي وياند ديميتري پيسکوف وويل: اوکراين ته د هر ډول امنيتي ضمانت ورکول ډېره ناسمه او ډېره خطرناکه ده. 12.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-12T19:05+0430
2023-07-12T19:05+0430
2023-07-12T19:05+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/110/86/1108695_0:0:3077:1731_1920x0_80_0_0_03aec42f7892de1e16a16a0e84ba392c.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: اوکراين ته د هر ډول امنيتي ضمانت ورکول ډېره ناسمه او ډېره خطرناکه او د روسیې امنیت ته ګواښ دی.پیسکوف خبریالانو ته وویل: "موږ دا خورا غلط او احتمالي خطرناک ګڼو." ځکه دغه هیوادونه اوکراین ته د هر ډول امنیتي ضمانت په ورکولو سره په حقیقت کې د امنیت د نه ویشونکي نړیوال اصل له پامه غورځوي. یعني اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو په ورکولو سره د روسیې د فدراسیون امنیت تر پښو لاندي کوي او دا کار ناشونی دی. دا په منځمهاله، اوږدمهاله او حتی لنډ مهال وخت کې له خورا ډېرو منفي پایلو ډک دی."د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په خپل ټیلیګرام چینل کې ویلي دي: "د G7 هیوادونو د تضمینونو بیه روښانه ده: دا د اوکراین خاوره ده چې له اوکراینیانو څخه د لویدیځو وسلو په واسطه پاکه شوې ده".تر دې مخکې د اوکراین د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف ویلي وو، چې دی د هغو امنیتي ضمانتونو په اړه اندېښمن دی، چې G7 یې چمتو کوي او غواړي د دغو ژمنو په بیه پوه شي.زاخارووا لیکلي: "دا یوازې د اوډیسا یو طنزدی. بیه روښانه ده - د اوکراین خاوره د لویدیځو وسلو په واسطه د اوکراینیانو څخه پاکه شوې. په حقیقت کې دومره خلک پاتې دي چې د ناټو ځواکونو د خدمت لپاره اړتیا ده."هغې زیاته کړه: "له لویدیځې اروپا څخه د جبري کار لپاره د چا تښتولو ته اړتیا نشته، دوی پخپله راغلي دي."د یادولو وړ ده چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې د اروپا لپاره مشرې اماندا سلوت ویلي دي چې د G7 مشران به نن چهارشنبه د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲ نیټه د اوکراین لپاره خپلې اوږدمهاله امنیتي ژمنې اعلان کړي.
https://sputnik.af/20230529/--g7-به-زلنسکی-تضمین-های-سیاسی-میدهد-14860200.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/110/86/1108695_207:0:2938:2048_1920x0_80_0_0_7414cbc2fdd76b824f752b0564f389a9.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
اوکراین ته د امنیتی تضمین په اړه د روسیې غبرګون
د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي وياند ديميتري پيسکوف وويل: اوکراين ته د هر ډول امنيتي ضمانت ورکول ډېره ناسمه او ډېره خطرناکه ده.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: اوکراين ته د هر ډول امنيتي ضمانت ورکول ډېره ناسمه او ډېره خطرناکه او د روسیې امنیت ته ګواښ دی.
پیسکوف خبریالانو ته وویل: "موږ دا خورا غلط او احتمالي خطرناک ګڼو." ځکه دغه هیوادونه اوکراین ته د هر ډول امنیتي ضمانت په ورکولو سره په حقیقت کې د امنیت د نه ویشونکي نړیوال اصل له پامه غورځوي. یعني اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو په ورکولو سره د روسیې د فدراسیون امنیت تر پښو لاندي کوي او دا کار ناشونی دی. دا په منځمهاله، اوږدمهاله او حتی لنډ مهال وخت کې له خورا ډېرو منفي پایلو ډک دی."
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په خپل ټیلیګرام چینل کې ویلي دي: "د G7 هیوادونو د تضمینونو بیه روښانه ده: دا د اوکراین خاوره ده چې له اوکراینیانو څخه د لویدیځو وسلو په واسطه پاکه شوې ده".
تر دې مخکې د اوکراین د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف ویلي وو، چې دی د هغو امنیتي ضمانتونو په اړه اندېښمن دی، چې G7 یې چمتو کوي او غواړي د دغو ژمنو په بیه پوه شي.
زاخارووا لیکلي: "دا یوازې د اوډیسا یو طنزدی. بیه روښانه ده - د اوکراین خاوره د لویدیځو وسلو په واسطه د اوکراینیانو څخه پاکه شوې. په حقیقت کې دومره خلک پاتې دي چې د ناټو ځواکونو د خدمت لپاره اړتیا ده."
هغې زیاته کړه: "له لویدیځې اروپا څخه د جبري کار لپاره د چا تښتولو ته اړتیا نشته، دوی پخپله راغلي دي."
د یادولو وړ ده چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې د اروپا لپاره مشرې اماندا سلوت ویلي دي چې د G7 مشران به نن چهارشنبه د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲ نیټه د اوکراین لپاره خپلې اوږدمهاله امنیتي ژمنې اعلان کړي.