پوتین: روسیه د اوکراین د امنیت د تضمین په اړه د خبرو مخالفه نه ده

© Sputnik / POOL /  مراجعه به بانک تصاویر Russian President Vladimir Putin speaking to journalists at the conclusion of the Shanghai Cooperation Organization summit in Samarkand, Uzbekistan. Friday, September 16, 2022.
Russian President Vladimir Putin speaking to journalists at the conclusion of the Shanghai Cooperation Organization summit in Samarkand, Uzbekistan. Friday, September 16, 2022. - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 14.07.2023
عضو شوید
د فدراتیفې روسیې مشر وویل: روسیه د اوکراین د امنیت د تضمین په اړه پر خبرو اترو هیڅ اعتراض نه لری.
د اسپوتنیک د راپور له مخې ولادیمیر پوتین اوکراین ته د امنیتي تضمینونو په اړه د خبرو په باره کې وویل: "روسیه د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د خبرو مخالفه نه ده، د بل هر هېواد په څېر دا حق لري چې دا کار وکړي، دا بله خبره ده، د یوه هیواد د امنیت تضمین باید د بل هیواد لپاره ګواښ نه وي. "
د روسیې ولسمشر وویل: "البته اوکراین حق لري چې خپل امنیت تضمین کړي. په هغه څه کې چې اوس په ناټو او G7 ډله کې اعلان شوي زموږ لپاره هیڅ غیرعادی شی نشته، موږ د دې پوښتنې په کلکه مخالف یو. خو زه یو ځل بیا تکراروم - په دې لازمي شرط سره چې د فدراتیفې روسیې امنیت تضمینوي.
د یادولو وړ ده چې د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي ویاند دیمیتري پیسکوف مخکې ویلي و: دا ډیره غلطه او خطرناکه ده، اوکراین ته هر ډول امنیتي ضمانت ورکول د روسیې امنیت ته ګواښ دی.
President of Ukraine Vladimir Zelensky (File) - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 09.02.2023
زلنسکی و شولتز طی دیدار در پاریس جای خود را اشتباه کردند+ویدیو
پیسکوف خبریالانو ته وویل: "موږ دا خورا غلط او احتمالي خطرناک ګڼو. ځکه دغه هیوادونه اوکراین ته د هر ډول امنیتي ضمانت په ورکولو سره په حقیقت کې د امنیت د نه ویشونکي نړیوال اصل له پامه غورځوي. یعني اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو په ورکولو سره د فدراتیفې روسیې د امنیت تر پښو لاندي کوي او دا کار ناشونی دی. دا په منځمهاله، اوږدمهاله او حتی لنډ مهال وخت کې له خورا ډېرو منفي پایلو ډک دی."
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په خپل ټیلګرام چینل کې لیکلې: "د G7 هیوادونو د تضمینونو بیه روښانه ده: دا د اوکراین خاوره ده چې له اوکراینیانو څخه د لوېدیځو وسلو په واسطه پاکه شوې ده".
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала