https://sputnik.af/20230713/لاوروف-کیف-ته-د-f-16-جن-الوتکو-په-ورکولو-سره-امریکا-په-سیمه-ک-وضعیت-خرابو-15304657.html
لاوروف: کیف ته د F-16 جنګي الوتکو په ورکولو سره امریکا په سیمه کې وضعیت خرابوي
لاوروف: کیف ته د F-16 جنګي الوتکو په ورکولو سره امریکا په سیمه کې وضعیت خرابوي
اسپوتنیک افغانستان
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ چې متحده ایالتونه او ناټو د فدراتیفې روسیې سره د مستقیمې وسله والې جګړې خطر رامنځته کوي چې ناوړه پایلې به... 13.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-13T14:36+0430
2023-07-13T14:36+0430
2023-07-13T14:36+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/154/08/1540816_0:0:3068:1727_1920x0_80_0_0_3faa4918bd06780b5a4f28db0b8304fc.jpg
د اسپوتنیک په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، حقیقت دا دی چې کیف د F-16 الوتکو په لرلو سره چې د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیا لري، روسیه دا په اټومي ډګر کې د لویدیځ لخوا ګواښ ګڼي.د روسیې له خوا د اټومي وسلو د کارولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ په دې مسله څو ځله خبرې کړې دي. زه حتی ویلای شم چې که لویدیځ داسې اقدامات ونکړي چې موږ د روسیې ضد پالیسۍ ستراتیژیکو خطرونو په ګوته کولو ته اړ باسي، دا خبرې به نور ګټه ونلري.هغه یادونه وکړه چې د روسیې له خوا د اټومي وسلو د کارولو شرایط په روښانه توګه په نظامي دکترین کې تعریف شوي دي. لاوروف وویل: په عین حال کې غواړم دې حقیقت ته پام واړوم چې امریکا او د ناټو په چوکاټ کې د امریکا لارویان له روسیې سره د مستقیمې وسله والې جګړې خطر رامنځ ته کوي او دا کار له ناوړه عواقبو ډک دی.لاوروف زیاته کړه: "د خورا خطرناک پرمختګ یوه بیلګه د متحده ایالتونو له خوا د کیف رژیم ته د F-16 الوتکو د سپارلو پلان دی. موږ د متحده ایالتونو، بریتانیا او فرانسې اټومي قدرتونو ته خبر ورکړی دی چې روسیه د یادو الوتکو د هستوي وسلو د لېږد توانایی له پامه نشي غورځولای. هغه وویل: "هیڅ تضمین به دې کې مرسته ونه کړي."د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د پوځي شخړې په ترڅ کې به د روسیې پوځ په دې غور ونه کړي چې ایا د دې ډول ځانګړي الوتکې په اټومي وسلو سمبال دي که نه. هغه په پاى کې يادونه وکړه: د اوکراين په وسله والو ځواکونو کې د دا ډول الوتکو شتون به په اټومي ډګر کې د لويديځ له خوا د ګواښ په توګه وګڼل شي.تر دې مخکې د اوکراین د مشر ولودیمیر زیلینسکي د دفتر مشر اندري یرماک له اوکرایني خبریالانو سره په مرکه کې ویلي و چې اوکراین هیله لري چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به د غربي شریکانو څخه لومړنۍ F-16الوتکې ترلاسه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څرګنده نه کړه چې اوکراین ته به ایف-۱۶ څه وخت ورکړل شي، خو ویې ویل چې دا به د پیلوټانو په روزنه او د متحدینو د وضعیت په ارزونې پورې اړه لري.
https://sputnik.af/20200419/لحظه-مواجهشدن-جنگنده-روسی-میگ---با-اف---امریکایی--ویدیو-5010417.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/154/08/1540816_337:0:3068:2048_1920x0_80_0_0_f7b68d2f9a65e7e5073a28999c37bb09.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
لاوروف: کیف ته د F-16 جنګي الوتکو په ورکولو سره امریکا په سیمه کې وضعیت خرابوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ چې متحده ایالتونه او ناټو د فدراتیفې روسیې سره د مستقیمې وسله والې جګړې خطر رامنځته کوي چې ناوړه پایلې به ولري.
د اسپوتنیک په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، حقیقت دا دی چې کیف د F-16 الوتکو په لرلو سره چې د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیا لري، روسیه دا په اټومي ډګر کې د لویدیځ لخوا ګواښ ګڼي.
د روسیې له خوا د اټومي وسلو د کارولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ په دې مسله څو ځله خبرې کړې دي. زه حتی ویلای شم چې که لویدیځ داسې اقدامات ونکړي چې موږ د روسیې ضد پالیسۍ ستراتیژیکو خطرونو په ګوته کولو ته اړ باسي، دا خبرې به نور ګټه ونلري.
هغه یادونه وکړه چې د روسیې له خوا د اټومي وسلو د کارولو شرایط په روښانه توګه په نظامي دکترین کې تعریف شوي دي. لاوروف وویل: په عین حال کې غواړم دې حقیقت ته پام واړوم چې امریکا او د ناټو په چوکاټ کې د امریکا لارویان له روسیې سره د مستقیمې وسله والې جګړې خطر رامنځ ته کوي او دا کار له ناوړه عواقبو ډک دی.
لاوروف زیاته کړه: "د خورا خطرناک پرمختګ یوه بیلګه د متحده ایالتونو له خوا د کیف رژیم ته د F-16 الوتکو د سپارلو پلان دی. موږ د متحده ایالتونو، بریتانیا او فرانسې اټومي قدرتونو ته خبر ورکړی دی چې روسیه د یادو الوتکو د هستوي وسلو د لېږد توانایی له پامه نشي غورځولای. هغه وویل: "هیڅ تضمین به دې کې مرسته ونه کړي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د پوځي شخړې په ترڅ کې به د روسیې پوځ په دې غور ونه کړي چې ایا د دې ډول ځانګړي الوتکې په اټومي وسلو سمبال دي که نه. هغه په پاى کې يادونه وکړه: د اوکراين په وسله والو ځواکونو کې د دا ډول الوتکو شتون به په اټومي ډګر کې د لويديځ له خوا د ګواښ په توګه وګڼل شي.
تر دې مخکې د اوکراین د مشر ولودیمیر زیلینسکي د دفتر مشر اندري یرماک له اوکرایني خبریالانو سره په مرکه کې ویلي و چې اوکراین هیله لري چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به د غربي شریکانو څخه لومړنۍ F-16الوتکې ترلاسه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څرګنده نه کړه چې اوکراین ته به ایف-۱۶ څه وخت ورکړل شي، خو ویې ویل چې دا به د پیلوټانو په روزنه او د متحدینو د وضعیت په ارزونې پورې اړه لري.