https://sputnik.af/20230713/د-روسی-د-کنالوژ-د-حاکمیت-په-اه-د-پوتین-وینا-15308376.html
د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه د پوتین وینا
د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه د پوتین وینا
اسپوتنیک افغانستان
د فدراتیفې روسیې ولسمشر نن د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه وینا وکړه. 13.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-13T21:48+0430
2023-07-13T21:48+0430
2023-07-13T21:48+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/0c/16/13140316_0:0:3047:1714_1920x0_80_0_0_282a841187687bd3279ca9a5b1b6c5e8.jpg
د اسپوتنیک په وینا، ولادیمیر پوتین نن د پنجشنبې په ورځ د "کوانټوم، محاسبې او اړیکې" تر عنوان لاندي د راتلونکي ټیکنالوژۍ د ناستې په عمومي غونډه کې وینا وکړه.د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې د ځینو هیوادونو واکمنانو د روسیې د ټیکنالوژۍ د بندولو چارې تنظیم کړی، خو دغه هیواد نه دی تسلیم شوی او خپل پرمختګ ته دوام ورکوی.هغه وویل:"زموږ مخالفانو هیله درلوده چې موږ به شاتګ وکړو، تسلیم شو، خو دا نه پېښېږي، لکه څنګه چې ډیری وختونه په داسې حالتونو کې مونږ وایو: روسیه به یوازې پرمخ ځي، او هغه هم پر خپله طریقه او نه دا چې د چا څخه ځان منزوي کړي. مونږ بهرنیو ننګونو ته د کار د کیفیت او موثریت په لوړولو او د آزادۍ په پراخولو سره ځواب ورکوو".د روسیې د دولت د مشر په وینا، په بهرنیو ټیکنالوژیو باندې تکیه د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او د حاکمیت د ناتوانی او له لاسه ورکولو لامل کیږي.هغه یادونه وکړه چې روسیه د ځینو بهرنیو شریکانو "چې د دې هیواد دروازې یې ټینګې وتړلې" یوې پایلې ته رسېدلې او ځیني درسونه یې زده کړي دي.یادونه کوو چې اروپایی هیوادونو او متحده ایالتونو د روسیې د ځانګړو عملیاتو له پیل (د 2022 کال د فبرورۍ 24) وروسته پر روسیې سخت بندیزونه ولګول.
https://sputnik.af/20230713/پوتین-برخی-کشورها-محاصره-فناوری-روسیه-را-به-راه-انداخته-اند--15307291.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/0c/16/13140316_103:0:2834:2048_1920x0_80_0_0_890b2e8b3b202148c7e5aa6d7c4e2fe8.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه د پوتین وینا
د فدراتیفې روسیې ولسمشر نن د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه وینا وکړه.
د اسپوتنیک په وینا، ولادیمیر پوتین نن د پنجشنبې په ورځ د "کوانټوم، محاسبې او اړیکې" تر عنوان لاندي د راتلونکي ټیکنالوژۍ د ناستې په عمومي غونډه کې وینا وکړه.
د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې د ځینو هیوادونو واکمنانو د روسیې د ټیکنالوژۍ د بندولو چارې تنظیم کړی، خو دغه هیواد نه دی تسلیم شوی او خپل پرمختګ ته دوام ورکوی.
هغه وویل:"زموږ مخالفانو هیله درلوده چې موږ به شاتګ وکړو، تسلیم شو، خو دا نه پېښېږي، لکه څنګه چې ډیری وختونه په داسې حالتونو کې مونږ وایو: روسیه به یوازې پرمخ ځي، او هغه هم پر خپله طریقه او نه دا چې د چا څخه ځان منزوي کړي. مونږ بهرنیو ننګونو ته د کار د کیفیت او موثریت په لوړولو او د آزادۍ په پراخولو سره ځواب ورکوو".
د روسیې د دولت د مشر په وینا، په بهرنیو ټیکنالوژیو باندې تکیه د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او د حاکمیت د ناتوانی او له لاسه ورکولو لامل کیږي.
هغه یادونه وکړه چې روسیه د ځینو بهرنیو شریکانو "چې د دې هیواد دروازې یې ټینګې وتړلې" یوې پایلې ته رسېدلې او ځیني درسونه یې زده کړي دي.
یادونه کوو چې اروپایی هیوادونو او متحده ایالتونو د روسیې د ځانګړو عملیاتو له پیل (د 2022 کال د فبرورۍ 24) وروسته پر روسیې سخت بندیزونه ولګول.