د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه د پوتین وینا

© Sputnik / Pavel Bednyakov /  مراجعه به بانک تصاویر پوتین برای شرکت در اجلاس های سران سیکا و روسیه و آسیای مرکزی وارد آستانه شد
پوتین برای شرکت در اجلاس های سران سیکا و روسیه و آسیای مرکزی وارد آستانه شد  - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 13.07.2023
عضو شوید
د فدراتیفې روسیې ولسمشر نن د روسیې د ټکنالوژي د حاکمیت په اړه وینا وکړه.
د اسپوتنیک په وینا، ولادیمیر پوتین نن د پنجشنبې په ورځ د "کوانټوم، محاسبې او اړیکې" تر عنوان لاندي د راتلونکي ټیکنالوژۍ د ناستې په عمومي غونډه کې وینا وکړه.
د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې د ځینو هیوادونو واکمنانو د روسیې د ټیکنالوژۍ د بندولو چارې تنظیم کړی، خو دغه هیواد نه دی تسلیم شوی او خپل پرمختګ ته دوام ورکوی.
هغه وویل:"زموږ مخالفانو هیله درلوده چې موږ به شاتګ وکړو، تسلیم شو، خو دا نه پېښېږي، لکه څنګه چې ډیری وختونه په داسې حالتونو کې مونږ وایو: روسیه به یوازې پرمخ ځي، او هغه هم پر خپله طریقه او نه دا چې د چا څخه ځان منزوي کړي. مونږ بهرنیو ننګونو ته د کار د کیفیت او موثریت په لوړولو او د آزادۍ په پراخولو سره ځواب ورکوو".
Президент РФ Владимир Путин в режиме видеоконференции проводит совещание по вопросам развития туризма в ходе рабочей поездки в Дагестан - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 13.07.2023
پوتین: برخی کشورها محاصره فناوری روسیه را به راه انداخته اند
د روسیې د دولت د مشر په وینا، په بهرنیو ټیکنالوژیو باندې تکیه د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او د حاکمیت د ناتوانی او له لاسه ورکولو لامل کیږي.
هغه یادونه وکړه چې روسیه د ځینو بهرنیو شریکانو "چې د دې هیواد دروازې یې ټینګې وتړلې" یوې پایلې ته رسېدلې او ځیني درسونه یې زده کړي دي.
یادونه کوو چې اروپایی هیوادونو او متحده ایالتونو د روسیې د ځانګړو عملیاتو له پیل (د 2022 کال د فبرورۍ 24) وروسته پر روسیې سخت بندیزونه ولګول.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала