د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه یوه هوکړه لیک لاسلیک شو

© ARAتفاهم نامه گسترش همکاری های ریلی میان افغانستان و ایران امضأ شد
تفاهم نامه گسترش همکاری های ریلی میان افغانستان و ایران امضأ شد - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 13.07.2023
عضو شوید
په افغانستان کې د طالبانو* تر کنټرول لاندې د ریل پټلۍ ادارې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د هوکړې د لاسلیکولو اعلان وکړ.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* تر کنټرول لاندې د اورګاډي پټلۍ ادارې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: "نن چهارشنبه د اورګاډي پټلۍ د همکاریو هوکړه لیک د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت او د ایران د پلاوی ترمنځ په هرات ښار کې لاسلیک شو.
دغه دفتر زیاته کړې ده: د دغه هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو حضور درلود او دواړو لورو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې او ټینګار وکړ.
آغاز به کار خط آهن بین کشور ایران و افغانستان - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 11.07.2023
آغاز به کار خط آهن بین کشور ایران و افغانستان + ویدیو
د دغې خبرپاڼې په پای کې راغلي دي: د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، ایراني لوري د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو له لارې د ورېښمو لاره د بیا ورغوي. د رېل پټلۍ د هوکړه لیک د لاسلیک مراسم د خیر ښیګڼې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان د اورګاډي ادارې د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د بیا پیلولو اعلان کړی و.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала