https://sputnik.af/20230713/د-افغانستان-او-ایران-ترمن-د-اورا-پل-د-همکاریو-د-پراختیا-په-اه-یوه-هوکه-لیک-لاسلیک-شو-15299555.html
د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه یوه هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه یوه هوکړه لیک لاسلیک شو
اسپوتنیک افغانستان
په افغانستان کې د طالبانو* تر کنټرول لاندې د ریل پټلۍ ادارې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د هوکړې د لاسلیکولو اعلان وکړ. 13.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-13T00:15+0430
2023-07-13T00:15+0430
2023-07-13T00:15+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/0c/15298415_0:0:1280:720_1920x0_80_0_0_23e34060c0ed051f025361bb95c1dc90.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* تر کنټرول لاندې د اورګاډي پټلۍ ادارې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: "نن چهارشنبه د اورګاډي پټلۍ د همکاریو هوکړه لیک د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت او د ایران د پلاوی ترمنځ په هرات ښار کې لاسلیک شو.دغه دفتر زیاته کړې ده: د دغه هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو حضور درلود او دواړو لورو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې او ټینګار وکړ.د دغې خبرپاڼې په پای کې راغلي دي: د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، ایراني لوري د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو له لارې د ورېښمو لاره د بیا ورغوي. د رېل پټلۍ د هوکړه لیک د لاسلیک مراسم د خیر ښیګڼې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل.د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان د اورګاډي ادارې د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د بیا پیلولو اعلان کړی و.*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20230711/آغاز-به-کار-خط-آهن-بین-کشور-ایران-و-افغانستان--ویدیو--15290055.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/0c/15298415_161:0:1121:720_1920x0_80_0_0_aad99fb138229ac094ca0afa4df20d20.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه یوه هوکړه لیک لاسلیک شو
په افغانستان کې د طالبانو* تر کنټرول لاندې د ریل پټلۍ ادارې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د هوکړې د لاسلیکولو اعلان وکړ.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* تر کنټرول لاندې د اورګاډي پټلۍ ادارې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: "نن چهارشنبه د اورګاډي پټلۍ د همکاریو هوکړه لیک د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت او د ایران د پلاوی ترمنځ په هرات ښار کې لاسلیک شو.
دغه دفتر زیاته کړې ده: د دغه هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو حضور درلود او دواړو لورو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې او ټینګار وکړ.
د دغې خبرپاڼې په پای کې راغلي دي: د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، ایراني لوري د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو له لارې د ورېښمو لاره د بیا ورغوي. د رېل پټلۍ د هوکړه لیک د لاسلیک مراسم د خیر ښیګڼې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان د اورګاډي ادارې د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د بیا پیلولو اعلان کړی و.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.