د افغانستان سره د امریکي دوه مخي لوبه

© AFP 2023 / Getty Images/Chip Somodevillaبایدن رئیس جمهور امریکا
بایدن رئیس جمهور امریکا - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 12.07.2023
عضو شوید
د جمعې پر ورځ (د چنګاښ ۹) ناوخته د امریکې ولسمشر جو بایدن په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "آیا په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي؟ ما ویلي، چې القاعده به نه وي. ما وویل، چې دا به هلته نه وي. ما وویل، چې مونږ د طالبانو* څخه مرسته ترلاسه کوو. څه شوي دي؟ څه خبره ده؟ خبرونه ولولئ. زه په حق وم."
ځینو افغان او غیر افغان سیاستوالو د بایډن د پورته خبرو په اړه ویلي دي چې په حقیقت کې د امریکې ولسمشر د طالبانو* سره د امریکې اړیکې بربنډې کړې، خو طالب* چارواکو بیا د بایډن دا خبرې په افغانستان کې د تروریستې ډلو پر نشتون د هغه اعتراف ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چنګاښ پر لسمه نېټه ټویټ کړی و:"مونږ په افغانستان کې د وسله‌ والو ډلو د نشتون په اړه د امریکې د ولسمشر جو بایدن څرګندونې د حقیقت درک بولو او په ډاګه کوو، چې دا څرګندونې په افغانستان کې د څه باندې شل وسله ‌والو ډلو شتون او فعالیت ردوي."
د ۸صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، د جو بایدن د همدغې خبرې په اړه د جون پر ۶ نېټه د امریکې د متحده ایالتونو د آستازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه وايي چې د بایډن څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي.
د ډېرو سیاستوالو او د ځینو افغاني سیاسي چارو شنونکو په اند، امریکایی مشرتابه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د جمهوریت له مشرتابه څخه ناهیلی شوې وه او د هغې د ځای ناستی په لټه کې وه.
دې موخې ته د رسېدلو لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د دوحې په ښار کې طالبانو* ته د سولې د خبرو اترو لپاره د لارې د هوارولو په بهانه د د فتر پرانیستل لومړی ګام و. ټولو ته جوته ده چې د هغه دفتر ټول لګښت د امریکې د متحده ایالتونو له لورې ورکول کېدی.
د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د یو طالب پلوه- افغانی الاصله امریکایی (زلمی خلیلزاد) ټاکل، یادې موخې ته د رسېدلو په لور دویم ګام و. د دې ادعا د روښانه کېدو لپاره په پاکستان کې د امریکې د استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د پخواني مشر رابرټ ګرینیر ځینې څرګندونې:"د خبرو په اړه د خلیلزاد چلند "ډیر عاطفی" و او د متحده ایالتونو د پلاوي غړو احساس کاوه چې هغه له طالبانو* سره "زیاته خواخوږي" لري. ګرینیر زیاته کړېده:"هغه (خلیلزاد) له هغوی (طالبانو*) سره ډېره خواخوږي درلوده. زه فکر کوم چې د وخت په تېرېدو سره یې له هغوی سره اړیکې ټینګې کړې. هغه بې پرېتوب یو څه له لاسه ورکړ." همدارنګه رابرت ګرینیر زیاتوي:" خلیلزاد بد لاس درلود چې بده لوبه یې وکړه."
همدارنګه د دوحې د خبرو اترو په بهیر کې د افغان جمهوری حکومت ګوښه پرېښودل، د هغې موخې په لور د درېیم ګام پورته کول و.
خلیل‌زاد - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 29.05.2023
وزیر داخله پاکستان: زلمی خلیلزاد "حرامزاده" است
د زلمی خلیلزاد تر مشرتابه لاندې د امریکایی پلاوی او د ملا عبدالغنی برادر تر مشرتابه لاندې د طالبانو* د پلاوي ترمنځ د خبرو اترو ۱۸ میاشت غزول او په ورته وخت کې پر افغان حکومت باندې د نظامی لوژستیکی اکمالاتو کمول او د جمهوري حکومت په بیلابېلو کچو کې د خپلو نفوذی کسانو له لارې د حکومتولۍ کمزوري کول او د سقوط لپاره د لارې هوارول نور هغه پرله پورې ګامونه وه چې د جمهوری نظام د ماتې لپاره پورته شول. همدارنګه د حکومت مشرتابه د غیرعلمی او غیر ملی کادری سیاست په پلې کولو سره خپلې ریښې وهلې، د دې ادعا د ثبوت لپاره په ۲۰۱۹ کال کې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د ناتوانو کادرونو او په ۲۰۲۰ کال کې تر ۱۰۰ په زیاتو ولسوالیو کې د ولسوالانو او قوماندانانو په توګه د ځوانو بې تجربې کادرونو ګمارل و.
لنډه دا چې د پورته یادو شویو او ډېرو نورو پټو کړنو په پایله کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېټه طالبان* په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د افغانستان اړيکې له نړۍ سره وشلېدلې.
اوس چې بایډن د القاعدې د له منځه وړلو لپاره د طالبانو* د مرستې په اړه خبرې کوي، د امریکې د متحده ایالتونو د استازو د جرګې یو غړی او د همدې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ پر ۱۵ نېټه) په یوه بیان کې د جو بایډن د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
مک کال وویل چې د بایډن خبرې یوازې د طالبانو* او القاعدې تر منځ د اوږدې مودې اړیکو د سپینولو د یوې هڅې په توګه تعبیر کیدای شي، او دا ممکن د امریکې یوه هڅه وي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.
کانگرس امریکا - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 27.08.2021
نمایندگان کنگرس خواستار به محکمه کشاندن بایدن و وزیر دفاع امریکا شدند
د امریکې یاد وکیل زیاتوي چې دی به د دې موضوع (د طالبانو* رسمیت پېژندنه) پر وړاندي مخالفت وکړي.
له یوې خوا د امریکې د متحده ایالتونو ځیني چارواکي د طالبانو* له خوا د دوحې تړون له مخي د اړوندو مکلفیتونو د نه پلي کولو له کبله د هغوي پر کړنو نیوکي کوي او له طالبانو* څخه غواړي څو بشري حقونه رعایت کړي، د افغانستان په خاوره کې د تروریستې ډلو پر وړاندي مبارزه وکړي او په هیواد کې داسی حکومت جوړ کړي چې په هغه کې د ټولو سیاسی او توکمیزو ډلو استازي شتون ولري، خو له بلې خوا بیا د امریکې ولسمشر وایی چې په افغانستان کې د القاعدې د له منځه وړلو لپاره د طالبانو* سره همغږي لري.
یو شمېر افغان سیاستوال چې په دوحه، دوبی، دوشنبه، اسلام آباد، ترکیه او اروپایی هیوادونو کې د افغانستان د اوضاعو په اړه د امریکایی استازو سره لیده کاته کړي دي وایی چې د هغو (امریکایان) له خبرو څخه داسې ښکاري چې امریکا د طالبانو* څخه په پټه ملاتړ کوي او د هغو (طالبان*) پر ضد د وسله والې مبارزې سره په مخالفت سره، ناراضی افغانان زغم ته رابولي او آن داسی وایی چې تنظیمونه هم د ۱۳۷۱ کال په پیل کې چې تازه واک ته رسېدلي وه، د طالبانو* حکومتولۍ ته ورته ستونزې لرلې او د وخت په تېرېدو سره ښاری شول او د خلکو ډېرې ستونزې حل شوې. د امریکایی استازو دا خبرې داسی مانا لري چې دوی یو ډول پر واک باندې د طالبانو* پایښت ته شرایط برابروي.
د پورتنیو ټکو په نظر کې نیولو سره داسی پایلو ته رسېږو چې امریکایی مشرتابه په ټولیز ډول په نړۍ کې او په ځانګړی ډول په افغانستان کې خپلو ګټو ته ګوري، دوه مخې او آن څو مخې لوبې کوي. په نړۍ کې د امریکې د پېچلو سیاستونو په څیړلو او شننو سره دې پایلې ته هم رسېږو چې د دوی له خوا د بشري حقونو، ټولنیز عدالت او ولسواکي شعارونه هسې د ولسونو د ذهنیتونو د غولولو لپاره چیغې او بغاري دي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала