طالبانو* د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه وکړه

© Sputnik / Z.Mمحمد سهیل شاهین، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر
محمد سهیل شاهین، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 11.07.2023
عضو شوید
طالبان*وايي شهزاده هري باید لس کاله وړاندې د ۲۵ افغانانو د وژلو په تور محاکمه شوی وای.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۰ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو*د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین عرب نیوز ورځپاڼې ته وویل. شهزاده هري باید په 2012-2013 کلونو کې په افغانستان کې د خدمت پرمهال د 25 تنو د وژلو په تور محاکمه شي.
شاهین وویل: "دوی (برتانوي چارواکي) ځان ته د یو دیموکراتیک هیواد او د بشري حقونو د ساتونکي په سترګه ګوري. که د هغوي قوانین د دې حقونو ساتندوي وي، نو شهزاده هري باید محاکمه شي. هغه پخپله د 25 کسانو په وژلو اعتراف کړی دی." دا یو جنایت دی." د طالبانو ویاند ټینګار کړی: څرنګه چې شهزاده په خپلو یاددښتونو کې یاد وژل شوي کسان طالب* جنګیالي بولي درسته نده، هغوي"بې ګناه ملکي وګړي" وه.
که څه هم شهزاده هري لس کاله وړاندې لومړي ځل په افغانستان کې د پوځي خدمت پر مهال د خلکو د وژلو پخلی کړی و، خو په دې وروستیو کې یې په خپل سپېر نومی (Spare) کتاب کې دې موضوع ته راګرځېدلیاو د وژل شویو کره شمېر یې په ډاګه کړی دی، چې په دې اړه تر سختو نیوکو لاندي راغلی. د برتانیې پوځ ورځپاڼو ته ويلي، چې د دې جزئياتو په افشا کولو سره شهزاده يو ناویل شوی قانون مات کړى او ځان او نور يې په خطر کې اچولي دي.
Принц Чарльз сидит в Палате лордов, в окружении принца Уильяма и Камиллы, герцогини Корнуольской, во время  открытия парламента в Лондоне - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 06.05.2023
کلوپ ویدیو
حدود 2 هزار معترض علیه سلطنت بریتانیا در مرکز لندن تجمع کردند + ویدیو و عکس
د شهزاده ژوندلیک، په کوم کې چې هغه د خپلو خپلوانو سره د شخړو په اړه خبرې کوي او د ژوند په بېلابېلوپړاوونوکې خپل شخصي تجربې په تفصیل سره شریکوي، په رسمي توګه د جنوري په 10 خپور شو. د خپرولو په لومړۍ ورځ، دا لیکنه د هر وخت ترټولو غوره پلورل شوی غیر افسانوي کتاب شو. د کتاب له 400,000 څخه ډیر کاپي هره ورځ پیرودل کېدی، چې د هغه د امریکایی خپرونکي پینګوین رینډم هاوس (Penguin Random House) له تمې څخه ډېرزیات و.
* -طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندې دي
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала