https://sputnik.af/20230710/مک-کال-په-افغانستان-ک-د-القاعد-په-اه-د-باین-رندون-ظالمانه-او-له-حقیقت-خه-لیر-د-15283173.html
مک کال: په افغانستان کې د القاعدې په اړه د بایډن څرګندونې ظالمانه او له حقیقت څخه لیرې دي
مک کال: په افغانستان کې د القاعدې په اړه د بایډن څرګندونې ظالمانه او له حقیقت څخه لیرې دي
اسپوتنیک افغانستان
د ۸صبح ورځپاڼه خبر ورکوي چې د طالبانو* په مرسته په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو په اړه د بایډن له څرګندونو یوه اونۍ وروسته، د امریکې د متحده ایالتونو د آستازو... 10.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-10T19:18+0430
2023-07-10T19:18+0430
2023-07-10T19:18+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/01/0c/13379100_0:0:3072:1728_1920x0_80_0_0_88becfe90d5a9e7852eca5a9c0e2cea8.jpg
د دغې کمېټې مشر مایکل مک کال د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ پر ۱۵ نېټه) په یوه بیان کې د جو بایډن د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.مک کال زیاته کړه چې د بایډن خبرې یوازې د طالبانو* او القاعدې تر منځ د اوږدې مودې اړیکو د سپینولو د یوې هڅې په توګه تعبیر کیدای شي، او دا ممکن د ولسمشر یوه هڅه وي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.د امریکې د آستازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې د دې موضوع (د طالبانو* په رسمیت پېژندلو) سره به مخالفت وکړي.په اعلامیه کې راغلي: "د ولسمشر بایډن ادعا چې القاعده نور په افغانستان کې فعاله نه ده او یا دا چې طالبان* په سیمه کې زموږ د ملي امنیت ملګري شوي دي، په بشپړ ډول بې بنسټه دي."د امریکا د استازو د جرګې د دغه غړي په وینا، د ملګرو ملتونو د خپلواک راپور له مخې، طالبان* د پیسو په ګډون القاعده ته میاشتنۍ مرستې ورکوي او د دې ډلې د دفاع وزارت په ښکاره د القاعدې څخه روزنېزې لارښوونې ترلاسه کوي.د هغه په وينا، ملګري ملتونه او لوړ پوړي امريکايي جنرالان په منظمه توګه د القاعدې د مخ پر ودې وړتياوې په اړه راپور ورکوي، چې نه يوازې د طالبانو* له خوا نه کنټرولېږي، بلکې د دې ډلې د مالي مرستو او امنيتي همکاريو له لارې پياوړې شوې ده.دا نیوکه په داسې حال کې شوې چې د امریکې ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "ما ویلي وو چې له طالبانو* څخه به مرسته وغواړو تر څو القاعده شتون ونلري، تاسو وګورئ چې زه په حق وم."د طالبانو* له خوا د بایډن د دغو څرګندونو هرکلی وشو او له هغه وروسته دغې ډلې له واشنګټن سره د مثبتو خبرو غوښتنه وکړه.*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20211218/9-عضو-کانگرس-امریکا-بر-جلوگیری-از-فروپاشی-اقتصاد-افغانستان-تاکید-کردند-8515153.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/01/0c/13379100_341:0:3072:2048_1920x0_80_0_0_85d1e475d868c1caf6a408764e297f1f.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
مک کال: په افغانستان کې د القاعدې په اړه د بایډن څرګندونې ظالمانه او له حقیقت څخه لیرې دي
د ۸صبح ورځپاڼه خبر ورکوي چې د طالبانو* په مرسته په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو په اړه د بایډن له څرګندونو یوه اونۍ وروسته، د امریکې د متحده ایالتونو د آستازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه وايي چې د بایډن څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي.
د دغې کمېټې مشر مایکل مک کال د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ پر ۱۵ نېټه) په یوه بیان کې د جو بایډن د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
مک کال زیاته کړه چې د بایډن خبرې یوازې د طالبانو* او القاعدې تر منځ د اوږدې مودې اړیکو د سپینولو د یوې هڅې په توګه تعبیر کیدای شي، او دا ممکن د ولسمشر یوه هڅه وي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.
د امریکې د آستازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې د دې موضوع (د طالبانو* په رسمیت پېژندلو) سره به مخالفت وکړي.
په اعلامیه کې راغلي: "د ولسمشر بایډن ادعا چې القاعده نور په افغانستان کې فعاله نه ده او یا دا چې طالبان* په سیمه کې زموږ د ملي امنیت ملګري شوي دي، په بشپړ ډول بې بنسټه دي."
د امریکا د استازو د جرګې د دغه غړي په وینا، د ملګرو ملتونو د خپلواک راپور له مخې، طالبان* د پیسو په ګډون القاعده ته میاشتنۍ مرستې ورکوي او د دې ډلې د دفاع وزارت په ښکاره د القاعدې څخه روزنېزې لارښوونې ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، ملګري ملتونه او لوړ پوړي امريکايي جنرالان په منظمه توګه د القاعدې د مخ پر ودې وړتياوې په اړه راپور ورکوي، چې نه يوازې د طالبانو* له خوا نه کنټرولېږي، بلکې د دې ډلې د مالي مرستو او امنيتي همکاريو له لارې پياوړې شوې ده.
دا نیوکه په داسې حال کې شوې چې د امریکې ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "ما ویلي وو چې له طالبانو* څخه به مرسته وغواړو تر څو القاعده شتون ونلري، تاسو وګورئ چې زه په حق وم."
د طالبانو* له خوا د بایډن د دغو څرګندونو هرکلی وشو او له هغه وروسته دغې ډلې له واشنګټن سره د مثبتو خبرو غوښتنه وکړه.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.