https://sputnik.af/20230710/د-پاکستان-انی-استازی-مو-د-افغانستان-په-شمال-ک-د-پاکستان-طالبانو-د-ای-پرای-کدلو-هرکلی-کوو-15282705.html
د پاکستان ځانګړی استازی: موږ د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پرځای کېدلو هرکلی کوو
د پاکستان ځانګړی استازی: موږ د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پرځای کېدلو هرکلی کوو
اسپوتنیک افغانستان
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو د ځای پرځای کېدوپه اړه ویلي دي: تر اوسه لا د... 10.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-10T18:13+0430
2023-07-10T18:13+0430
2023-07-10T18:13+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/05/18/14808073_0:41:1281:761_1920x0_80_0_0_8d1bd10bfdcfdde3a91ba8009f4519e6.jpg
اسپوتنیک د آماج نیوز له قوله لیکي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، که دا ځای په ځاییوشي، نو د دواړو هیوادونوپه پولو کې به د سولې لامل شي.په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي وويل: "که د پاکستان د طالبانو د تحریک انتقال واقعاً صورت ومومي او زموږ د پولو په اوږدو کې د سولې لامل شي، دا به يو مهم پرمختګ وي او موږ به يې هرکلى وکړو."هغه د اسلام آباد د حکومت او د پاکستان د طالبانو تحریک ترمینځ د خبرواترو ځنډېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: "پاکستان د خبرو اترو چانس ختم کړی دی، د هغوی (تی تی پی) لپاره یوازینۍ لار تسلیمېدل او قانون سره مخامخ کېدل دي".دراني ویلي دي چې د پاکستان پوځي عملیاتو د پاکستان د طالبانو تحریک له هر ډول ځمکنۍ کنټرول څخه بې برخې کړي دي او په سرحدي سیمو کې د هغوی خوځښت ښيي چې هغوی اوس د افغان طالبانو* لپاره یو "مسؤلیت" ګرځېدلی دی.د پاکستان د طالبانو تحریک، چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم یادیږي، د افغان طالبانو* یو "نږدې متحد او یوه څانګه " ده او دا ډله د متحده ایالتونوله خوا د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20230620/روزنامه-نگار-تحریک-طالبان-پاکستان-تهدیدی-برای-ثبات-منطقه-خواهد-بود-حتی-پس-از-جابجایی-15073954.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/05/18/14808073_105:0:1174:802_1920x0_80_0_0_0f0618dbf480bd55b4e96ac01a5a2cb8.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د پاکستان ځانګړی استازی: موږ د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پرځای کېدلو هرکلی کوو
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو د ځای پرځای کېدوپه اړه ویلي دي: تر اوسه لا د طالبانو* کړني په لومړي پړاوکې دي او باید د هغو پایلو ته انتظار وباسو.
اسپوتنیک د آماج نیوز له قوله لیکي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، که دا ځای په ځاییوشي، نو د دواړو هیوادونوپه پولو کې به د سولې لامل شي.
په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي وويل: "که د پاکستان د طالبانو د تحریک انتقال واقعاً صورت ومومي او زموږ د پولو په اوږدو کې د سولې لامل شي، دا به يو مهم پرمختګ وي او موږ به يې هرکلى وکړو."
هغه د اسلام آباد د حکومت او د پاکستان د طالبانو تحریک ترمینځ د خبرواترو ځنډېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: "پاکستان د خبرو اترو چانس ختم کړی دی، د هغوی (تی تی پی) لپاره یوازینۍ لار تسلیمېدل او قانون سره مخامخ کېدل دي".
دراني ویلي دي چې د پاکستان پوځي عملیاتو د پاکستان د طالبانو تحریک له هر ډول ځمکنۍ کنټرول څخه بې برخې کړي دي او په سرحدي سیمو کې د هغوی خوځښت ښيي چې هغوی اوس د افغان طالبانو* لپاره یو "مسؤلیت" ګرځېدلی دی.
د پاکستان د طالبانو تحریک، چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم یادیږي، د افغان طالبانو* یو "نږدې متحد او یوه څانګه " ده او دا ډله د متحده ایالتونوله خوا د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.