په مزارشريف کې د روسيې قونسلګرۍ له يو نيم کال وروسته فعاله شوه

© Photo / Russian Embassy in Afghanistanسفارت روسیه در کابل
سفارت روسیه در کابل  - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 07.07.2023
عضو شوید
تر یو نیم کال وروسته، د روسیې جنرال قونسلګرۍ خپل فعالیتونه په مزار شریف ښار کې بیا پیل کړل او ویل شوي دي چې روسیه باید د افغانستان په شمال کې میشتو روسی او افغان هیوادوالو ته فرصت برابر کړي چې د اړتیا په اندازه د قونسلګرۍ خدمتونو څخه ګټه واخلي.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د افغانستان په مزار شریف کې د روسیې جنرال قونسل الیکسي پریرزیف په افغانستان کې د اسپوتنیک سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي دي چې په افغانستان کې میشتو روسی او افغانی هیوادوالو، د شوروی او روسیې د پوهنتونو فارغانو، د روسیې سره د سوداګرۍ د لېوالو افغان سوداګرو، د بین القومی واده کوونکو ځوانانو او په روسیه کې د زده کړې د لېوالو افغان ځوانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه مو کار بیا پیل کړی دی.
یاد جنرال قونسل په افغانستان کې امنیتی وضعیت په کل کې کړکېچن بولي او وایی چې د روسیې اتباعو ته مشوره ورکوي چې اوسمهال دې افغانستان ته د ګرځندويې په موخه نه ورځي. پریرزیف زیاتوي چې په روسیه کې د خصوصی سکتور متشبثین د افغانستان په پروژو کې د کار لېوال دي او همدارنګه د روسیې- افغانستان د آسترا شرکت خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала