https://sputnik.af/20230707/طالبانو-په-ارزان-ولایت-ک-د--کانونو-د-استخراج-تون-له-کورنیو-شرکتونو-سره-لاسلیک-کل-15254198.html
طالبانو* په ارزګان ولایت کې د ۴ کانونو د استخراج تړون له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل
طالبانو* په ارزګان ولایت کې د ۴ کانونو د استخراج تړون له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل
اسپوتنیک افغانستان
د ارزګان ولایت د فلوریټ او فیروزېکانونو داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم په وزارت کې ترسره شوه. 07.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-07T20:59+0430
2023-07-07T20:59+0430
2023-07-07T20:59+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/08/19/11771885_0:52:1000:615_1920x0_80_0_0_0971b585cb307f772976a797004a7ec4.jpg
اسپوتنیک د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت د پاڼې پر بنسټ، راپور ورکوي چې د ارزګان ولایت د سروبند، اولم باغ او حصار د سیمو د فلوریت د کانونو او د اورین ناله د سیمې د فېروزې د کان د استخراج داوطلبۍ د چهارشنبې په ورځ (۱۴/۴/۱۴۰۲) د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې تر سره شوې.په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر شهاب الدين دلاور د يادو شويو سيمو د فلوريټ او فيروزي کانونو د داوطلبۍ غونډه چې مخکې يې د داوطلبۍ اعلان خپور شوی و، د يو شمېر رییسانو، اړوند پلاوي او د هغو شرکتونو د استازو په ګډون چې د ارزونې په بهیر کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وه، د یوې رڼې پروسې له مخې ترسره کړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې د داوطلبۍ شرایطو ته په پام سره د فساد په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.د داوطلبۍ ګټونکي شرکتونه: د احمد سوبان د کانونو پروسس شرکت د حصار د سیمې د فلوریټ کان (۵۱ سلنه ګټه طالبانو ته او ۴۹سلنه شرکت ته) او د اولوم باغ د سیمې د فلوریت کان (۶۰سلنه ګټه طالبانو ته او ۴۰ سلنه ګټه شرکت ته)، د شرق نفرایت د پروسس او استخراج ساختمانی شرکت د سوربند د فلوریت کان (۶۱ سلنه ګټه طالبانو ته او ۳۹سلنه شرکت ته) او د ازره ګرین سټون شرکت د اورین ناله د سیمې د فېروزې کان (۶۳ سلنه ګټه طالبانو او ۳۷ سلنه ګټه شرکت ته) د داوطلبۍ ګټونکي وپېژندل شول. د کانونو د استخراج ټول لګښت د ګټونکو شرکتونو په غاړه دی.د يادونې وړ ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې تېر کال د ٤٥٠ ميليونه ډالرو نه په زیات ارزښت کانونه بهر ته لېږل شوي دي او که د کانونو د استخراج په برخه کې داخلی اسانتياوې برابرې شي، د هېواد د عايداتو کچه لوړه او کاري فرصتونه به هم زيات شي.تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د نفریت د کانونو قراردادونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوي دي.*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندې دي.
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/08/19/11771885_56:0:944:666_1920x0_80_0_0_f1a01f831bd5434847ed4097dd99b1a1.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
طالبانو* په ارزګان ولایت کې د ۴ کانونو د استخراج تړون له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل
د ارزګان ولایت د فلوریټ او فیروزېکانونو داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم په وزارت کې ترسره شوه.
اسپوتنیک د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت د پاڼې پر بنسټ، راپور ورکوي چې د ارزګان ولایت د سروبند، اولم باغ او حصار د سیمو د فلوریت د کانونو او د اورین ناله د سیمې د فېروزې د کان د استخراج داوطلبۍ د چهارشنبې په ورځ (۱۴/۴/۱۴۰۲) د یاد وزارت په مرکزي دفتر کې تر سره شوې.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر شهاب الدين دلاور د يادو شويو سيمو د فلوريټ او فيروزي کانونو د داوطلبۍ غونډه چې مخکې يې د داوطلبۍ اعلان خپور شوی و، د يو شمېر رییسانو، اړوند پلاوي او د هغو شرکتونو د استازو په ګډون چې د ارزونې په بهیر کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وه، د یوې رڼې پروسې له مخې ترسره کړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې د داوطلبۍ شرایطو ته په پام سره د فساد په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.
د داوطلبۍ ګټونکي شرکتونه: د احمد سوبان د کانونو پروسس شرکت د حصار د سیمې د فلوریټ کان (۵۱ سلنه ګټه طالبانو ته او ۴۹سلنه شرکت ته) او د اولوم باغ د سیمې د فلوریت کان (۶۰سلنه ګټه طالبانو ته او ۴۰ سلنه ګټه شرکت ته)، د شرق نفرایت د پروسس او استخراج ساختمانی شرکت د سوربند د فلوریت کان (۶۱ سلنه ګټه طالبانو ته او ۳۹سلنه شرکت ته) او د ازره ګرین سټون شرکت د اورین ناله د سیمې د فېروزې کان (۶۳ سلنه ګټه طالبانو او ۳۷ سلنه ګټه شرکت ته) د داوطلبۍ ګټونکي وپېژندل شول. د کانونو د استخراج ټول لګښت د ګټونکو شرکتونو په غاړه دی.
د يادونې وړ ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې تېر کال د ٤٥٠ ميليونه ډالرو نه په زیات ارزښت کانونه بهر ته لېږل شوي دي او که د کانونو د استخراج په برخه کې داخلی اسانتياوې برابرې شي، د هېواد د عايداتو کچه لوړه او کاري فرصتونه به هم زيات شي.
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د نفریت د کانونو قراردادونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوي دي.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندې دي.