https://sputnik.af/20230707/د-برتانی-د-توپان-سیوری-راک-د-روسی-د-پو-لاس-ته-ورغی-15248869.html
د برتانیې د توپان سیوری راکټ د روسیې د پوځ لاس ته ورغی
د برتانیې د توپان سیوری راکټ د روسیې د پوځ لاس ته ورغی
اسپوتنیک افغانستان
د روسیې د اردو د BARS-11 فرقې او د تزاري لېوانود عسکې قطعې منسوبینو د برتانوي توپان سیوري راکټ تقریبا په خوندي ډول ترلاسه کړل. 07.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-07T11:24+0430
2023-07-07T11:24+0430
2023-07-07T11:24+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/05/0e/14700853_0:263:1200:938_1920x0_80_0_0_f6110df59e2f51346f8b309c6e551b32.png
د تزارسکی لېوانو د واحد د تخنیکي - نظامي مرکز مشر، دیمتري روګوزین، سپوتنیک ته ویلي دي: "د روسیې اردو د BARS-11رضاکاره قطعه او د تزارسکی لېوانو واحد قوماندانی د توپان سیوری توغندی یې د اړیکې له لیکه ویستلی دی.هغه وویل: "دا یوازې په جزوي توګه ویجاړ شوی - دا په بریالیتوب سره په بشپړ ډول راښکته کړای شوی دی. راکټ زموږ د تخنیکي متخصصینو لخوا د جګړې په ډګر کې په څو برخو ویشل شوی و، لوړ چاودېدونکي اونورې برخې یې جلا شوي دي، د کنټرول واحد جلا دی، وزر یې د لېږدولو د اسانتیا لپاره راټول شوی دی. "روګوزین څرګنده کړه چې راکټ د لوړ بریښنایی تجهیزاتو څخه کار اخلي چې د سقوط پرمهال د اضافي بارونو سره مقاومت کوي. د ژغورنې عملیات دوه ورځې دوام وکړ.هغه زیاته کړه: "هلته د GPS څراغ کار کاوه چې کولی شي د دښمن بندیانو ډلې ته لارښوونه وکړي. سره له دې چې مونږ یې د څراغ چاره وکړه، خو زمونږ جنګیالیو د دې راکټ سره نږدې خوب نه کاوه، تل په حرکت کې وو او آن ښکیل کېدلو – ورانکاره ډله شناسایی او مخ یې ونېول شو او په سړک کې په امنیتی لحاظ سکورت شو.یاد توغندی د ډیزاین د څیړنې او ډک کولو په موخه تخنیکي متخصصینو ته وسپارل شو.د تزاری لېوانو د پوځي تخنیکي مرکز مشر وویل: دا به د روسیې دفاعي صنعت ته اجازه ورکړي چې د توپان سیوري توغندیو سره د مقابلې لپاره خورا اغیزمنې لارې چارې ومومي.روګوزین ټینګار وکړ: "زه خوښ یم چې دا زمونږ قطعه وه چې دا کار یې وکړ. اوس زموږ هوایی دفاع به دا شی وغورځوي او ورو ورو به بې ګټې شي."باید وویل شي چې بریتانیایی تخنیکي کارپوهانو د روسیې لاس ته د توپان سیوری توغندیو د ټیکنالوژۍ د رالویدو له خطر څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار به خامخا د بریتانیا پر هغې پریکړه چې دا راکټ اوکراین ته ورکړي، ډېر اغیز وکړي.د یادونې وړ ده چې د توپان سیوری توغندی د برتانیې او فرانسې له خوا په ګډه جوړ شوی او له 250 څخه تر 560 کیلومترو پورې واټن وهي.بريتانيا د روان کال د مې پر يوولسمه نېټه کيف ته د دغه ډول توغندیو د لېږدولو اعلان وکړ. لږ وروسته، کیف په فعاله توګه د روسیې په عقبی او ملکي اهدافو باندي د بریدونو لپاره وکارول. په ځانګړې توګه، د می پر 12، د توپان سیوري راکټ لوهانسک ته ورسېد. د جون په ٢٢مه سهار د اوکراين وسله والو ځواکونو د کريميا او خرسون تر منځ پر اداري پولې او په تېره بيا د چونگار پل په اوږدو کې د دغو توغنديو بريد وکړ او وروستۍ پېښه يې د تېرې سه شنبې په ورځ د زاپروژیا په اکيموفکا کې پر طبي ګودام د اوکراين بريد و.
https://sputnik.af/20230624/انباری-راکت-های-طوفان-سایه-در-منطقه-خملنیتسکی-منهدم-شد-15125065.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/05/0e/14700853_0:150:1200:1050_1920x0_80_0_0_e897908c7a9b893c2ef9d5045ec2fd82.pngاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د برتانیې د توپان سیوری راکټ د روسیې د پوځ لاس ته ورغی
د روسیې د اردو د BARS-11 فرقې او د تزاري لېوانود عسکې قطعې منسوبینو د برتانوي توپان سیوري راکټ تقریبا په خوندي ډول ترلاسه کړل.
د تزارسکی لېوانو د واحد د تخنیکي - نظامي مرکز مشر، دیمتري روګوزین، سپوتنیک ته ویلي دي: "د روسیې اردو د BARS-11رضاکاره قطعه او د تزارسکی لېوانو واحد قوماندانی د توپان سیوری توغندی یې د اړیکې له لیکه ویستلی دی.
هغه وویل: "دا یوازې په جزوي توګه ویجاړ شوی - دا په بریالیتوب سره په بشپړ ډول راښکته کړای شوی دی. راکټ زموږ د تخنیکي متخصصینو لخوا د جګړې په ډګر کې په څو برخو ویشل شوی و، لوړ چاودېدونکي اونورې برخې یې جلا شوي دي، د کنټرول واحد جلا دی، وزر یې د لېږدولو د اسانتیا لپاره راټول شوی دی. "
روګوزین څرګنده کړه چې راکټ د لوړ بریښنایی تجهیزاتو څخه کار اخلي چې د سقوط پرمهال د اضافي بارونو سره مقاومت کوي. د ژغورنې عملیات دوه ورځې دوام وکړ.
هغه زیاته کړه: "هلته د GPS څراغ کار کاوه چې کولی شي د دښمن بندیانو ډلې ته لارښوونه وکړي. سره له دې چې مونږ یې د څراغ چاره وکړه، خو زمونږ جنګیالیو د دې راکټ سره نږدې خوب نه کاوه، تل په حرکت کې وو او آن ښکیل کېدلو – ورانکاره ډله شناسایی او مخ یې ونېول شو او په سړک کې په امنیتی لحاظ سکورت شو.
یاد توغندی د ډیزاین د څیړنې او ډک کولو په موخه تخنیکي متخصصینو ته وسپارل شو.
د تزاری لېوانو د پوځي تخنیکي مرکز مشر وویل: دا به د روسیې دفاعي صنعت ته اجازه ورکړي چې د توپان سیوري توغندیو سره د مقابلې لپاره خورا اغیزمنې لارې چارې ومومي.
روګوزین ټینګار وکړ: "زه خوښ یم چې دا زمونږ قطعه وه چې دا کار یې وکړ. اوس زموږ هوایی دفاع به دا شی وغورځوي او ورو ورو به بې ګټې شي."
باید وویل شي چې بریتانیایی تخنیکي کارپوهانو د روسیې لاس ته د توپان سیوری توغندیو د ټیکنالوژۍ د رالویدو له خطر څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار به خامخا د بریتانیا پر هغې پریکړه چې دا راکټ اوکراین ته ورکړي، ډېر اغیز وکړي.
د یادونې وړ ده چې د توپان سیوری توغندی د برتانیې او فرانسې له خوا په ګډه جوړ شوی او له 250 څخه تر 560 کیلومترو پورې واټن وهي.
بريتانيا د روان کال د مې پر يوولسمه نېټه کيف ته د دغه ډول توغندیو د لېږدولو اعلان وکړ. لږ وروسته، کیف په فعاله توګه د روسیې په عقبی او ملکي اهدافو باندي د بریدونو لپاره وکارول. په ځانګړې توګه، د می پر 12، د توپان سیوري راکټ لوهانسک ته ورسېد. د جون په ٢٢مه سهار د اوکراين وسله والو ځواکونو د کريميا او خرسون تر منځ پر اداري پولې او په تېره بيا د چونگار پل په اوږدو کې د دغو توغنديو بريد وکړ او وروستۍ پېښه يې د تېرې سه شنبې په ورځ د زاپروژیا په اکيموفکا کې پر طبي ګودام د اوکراين بريد و.