هغه ملا چې د اکمل امیر د جنازې لمونځ یې غیر اسلامي بللی وو، ووژل شو

© Photo / facebook account of 209 shaheenدگروال اکمل امیر
دگروال اکمل امیر - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 06.07.2023
عضو شوید
د طالبانو د ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې یو لوړ پوړی چارواکی د سه شنبې په ماښام اوه نیمې بجې د محمود راقي په ښار کې د وسله والو بریدګرو په برید کې ووژل شو.
د اطلاعات روز په حواله د اسپوتنیک د راپور له مخې، په کاپیسا کې د طالبانو د ډلې پولیس وايي چې د کوهستان ولایت د حصه دوم په ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا امام وژل شوی دی. په ورته وخت کې د آزادۍ جبهې ویلي چې دغه کس د طالبانو غړی و او د یادې جبهې د غړو له خوا په نښه شوی و.
د پوليسو دڅرګندونو له مخې: دغه سړى محمد ظريف نوميږي او د شپې ٨:٣٠ بجې (د سرطان ١٣مه) د محمد جان خيلو کلی د جومات په حجره کې د خپل لاس جوړ شوی ماين په چاودنه کې ووژل شو.
یوافغان خبریال مختار وفايي پر خپلې ټویټر پاڼې کې لیکلي چې ملا ظریف د محمد عمر زوی د کاپیسا د حصه اول ولسوالۍ د جمال اغې د سربند کلي اوسېدونکی او د طالبانو د ادارې له لوړ پوړو چارواکو څخه و. نوموړی د سه شنبه په سهار ۷:۳۰ بجې د محمود راقي په ښار کې د وسله والو په برید کې ووژل شو.
د ازادۍ جبهې تر اوسه په یوه رسمي اعلامیه کې د ملا ظریف د وژلو مسوولیت نه دی منلی.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала