امریکا کیف ته د خوشه یی توغندیو د لېږلو پرېکړه کوي

© Andrea Izzottiفشار بر ایران: بعد از تحریمات امریکا وضع نرخ نفت چه خواهد شد
فشار بر ایران: بعد از تحریمات امریکا وضع نرخ نفت چه خواهد شد - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 06.07.2023
عضو شوید
امریکایي چارواکي ښايي د روانې اونۍ په پیل کې پریکړه وکړي چې اوکراین ته د خوشه یی وسلو د استولو سره هوکړه وکړي او که نه.
د اسپوتنیک په وینا، د CBS تلویزیوني چینل د نامعلومو حکومتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د دې مسلې په اړه د خبرو اترو موخه دا ده چې د ځوابي برید په شرایطو کې چې "له تمې څخه ډیر ورو پرمخ ځي." د اوکراین د مهماتو جدي اړتیا پوره کړي. د دغه ټلویزیوني چینل یوې سرچینې ویلي چې د دغو توغندیو د ویجاړولو ساحه د عادي مهماتو په پرتله پنځه برابره زیاته ده.
کلسټر مهمات د یو نړیوال کنوانسیون له مخی منع شوي چې د متحده ایالتونو او اوکراین په ګډون د 123 هیوادونو لخوا تصویب شوی دی.
فارین پالیسي مجلې مخکې راپور ورکړی و چې یو شمیر امریکایی قانون جوړونکو بایډن څخه غوښتي دي چې اوکراین ته د کیف د ځوابی برید سره د مرستې لپاره کلسټر مهمات واستوي.
دا په داسی حال کې ده چې تر دې مخکې د روسیې، اوکراین او یوروشیا په چارو کې د امریکې د دفاع وزارت مرستیاله لورا کوپر ویلې وه، چې امریکا به اوکراین ته د کلستر بمونو د استولو له محدودیتونو څخه د سرغړونې څخه د مخنیوي په موخه اوکراین ته پرمختللې دوه اړخیزه وسلې ورنکړي.
د امریکې د متحده ایالتونو د قانون جوړونکو له خوا قانون ماتونه د پام وړ موضوع ده.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала