https://sputnik.af/20230705/د-بوریل-د-سفر-په-لغوه-کولو-سره-چین-اروپایی-اتحادی-ته-یو-سینال-واستاوه-15230815.html
د بوریل د سفر په لغوه کولو سره، چین اروپایی اتحادیې ته یو سیګنال واستاوه
د بوریل د سفر په لغوه کولو سره، چین اروپایی اتحادیې ته یو سیګنال واستاوه
اسپوتنیک افغانستان
د روسيې د علومو اکاډمۍ د ختيځ پیژندنی د انستيتوت لوړپوړی څېړونکی د چين له خوا د اروپا د ډيپلوماسۍ د مشر د سفر د لغوه کېدو احتمالي لامل ياد کړ. 05.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-05T11:31+0430
2023-07-05T11:31+0430
2023-07-05T11:31+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/128/22/1282248_0:158:3077:1889_1920x0_80_0_0_d8c714673c6e9cf2ca76c6d50c1e879a.jpg
د اسپوتنیک په وینا، رسنیو راپور ورکړی چې چین د اروپایي ډیپلومات جوزپ بوریل سفر چې په راتلونکې اونۍ کې پلان شوی و. د نامعلومې مودې لپاره ځنډولی دی. د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنی د انسټیټیوټ لوړپوړي څیړونکي اندري اوستروفسکي په اسپوتنیک راډیو کې د دې وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړ.رویټرز د اروپايي کمیسیون د ویاندې نبیلا مسرالي له خولې ویلي، چین دغه هېواد ته د اروپايی ټولنې د ډیپلوماټ جوزپ بوریل سفر ځنډولی دی.د هغې په وینا، بروکسل ته خبرداری ورکړل شوی چې " د راتلونکې اونۍ په ټاکل شوې نیټه لیدنه ناممکنه ده." له اروپايي اتحادیې څخه غوښتل شوي چې بدیل نیټې ومومي. د بوریل د لیدنې د ځنډولو لاملونه ندي څرګند شوي.د سپوتنیک راډیو په خپرونه کې روسی څیړونکی او د اقتصادی علومو ډاکټر پروفیسور اندري اوستروفسکی وویل: "داسې ښکاري چې د خبرو کولو لپاره هیڅ دلیل شتون نلري. په نهایت کې دا ټول پدې پورې اړه لري چې بوریل د څه سره ورځي. یقیناً په یو ډول اجنډا باندې موافقه شوې ده، خو چین هیڅ ځواب نه لري او اروپا هیڅ ځواب نه لري. دا روښانه ده. په دې وروستیو کې، ډیری چینایي پروژې، د بیلګې په توګه، د بلګراد - بوداپست ریل پټلۍ جوړول، د اروپایي کمیسیون لخوا بند شوي. نور ډیر مثالونه شته. په یونان کې د یوه بندر پراختیا یا په ایټالیا او فرانسه کې د بندرونو د جوړولو هڅه د اروپایی اتحادیې هیوادونو سره د سوداګرۍ د لا چټکې پراختیا لپاره هم د اروپایی کمیسیون د غلطۍ له امله وځنډول شوه، او زما په اند نن ورځ اروپا چمتو نه ده چې دا ستونزې حل کړي."یاد کارپوه زیاتوي: "یو سیګنال شته- راځئ چې په سوداګرۍ کې ښکیل شو، راځئ چې اړیکو ته وده ورکړو، تایوان څشی دی. د اروپایی اتحادیې ځینو هیوادونو سخت دریځ خپل کړی او تایوان د یو خپلواک هیواد په توګه پېژني، تر هرڅه لومړی زما مطلب دا دی چې لیتوانیا او د چک جمهوریت د همدا ډول دریځ غوره کوونکی دي، طبیعي ده چې چین د اروپايی اتحادیې د هیوادونو له دې دریځ څخه ناخوښه دی."
https://sputnik.af/20221123/چین-آمریکا-اروپا-را-به-دام-انداخته-است-12809460.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/128/22/1282248_174:0:2903:2047_1920x0_80_0_0_4f42694e97819c36da3aa61f59313661.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د بوریل د سفر په لغوه کولو سره، چین اروپایی اتحادیې ته یو سیګنال واستاوه
د روسيې د علومو اکاډمۍ د ختيځ پیژندنی د انستيتوت لوړپوړی څېړونکی د چين له خوا د اروپا د ډيپلوماسۍ د مشر د سفر د لغوه کېدو احتمالي لامل ياد کړ.
د اسپوتنیک په وینا، رسنیو راپور ورکړی چې چین د اروپایي ډیپلومات جوزپ بوریل سفر چې په راتلونکې اونۍ کې پلان شوی و. د نامعلومې مودې لپاره ځنډولی دی. د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنی د انسټیټیوټ لوړپوړي څیړونکي اندري اوستروفسکي په اسپوتنیک راډیو کې د دې وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړ.
رویټرز د اروپايي کمیسیون د ویاندې نبیلا مسرالي له خولې ویلي، چین دغه هېواد ته د اروپايی ټولنې د ډیپلوماټ جوزپ بوریل سفر ځنډولی دی.
د هغې په وینا، بروکسل ته خبرداری ورکړل شوی چې " د راتلونکې اونۍ په ټاکل شوې نیټه لیدنه ناممکنه ده." له اروپايي اتحادیې څخه غوښتل شوي چې بدیل نیټې ومومي. د بوریل د لیدنې د ځنډولو لاملونه ندي څرګند شوي.
د سپوتنیک راډیو په خپرونه کې روسی څیړونکی او د اقتصادی علومو ډاکټر پروفیسور اندري اوستروفسکی وویل: "داسې ښکاري چې د خبرو کولو لپاره هیڅ دلیل شتون نلري. په نهایت کې دا ټول پدې پورې اړه لري چې بوریل د څه سره ورځي. یقیناً په یو ډول اجنډا باندې موافقه شوې ده، خو چین هیڅ ځواب نه لري او اروپا هیڅ ځواب نه لري. دا روښانه ده. په دې وروستیو کې، ډیری چینایي پروژې، د بیلګې په توګه، د بلګراد - بوداپست ریل پټلۍ جوړول، د اروپایي کمیسیون لخوا بند شوي. نور ډیر مثالونه شته. په یونان کې د یوه بندر پراختیا یا په ایټالیا او فرانسه کې د بندرونو د جوړولو هڅه د اروپایی اتحادیې هیوادونو سره د سوداګرۍ د لا چټکې پراختیا لپاره هم د اروپایی کمیسیون د غلطۍ له امله وځنډول شوه، او زما په اند نن ورځ اروپا چمتو نه ده چې دا ستونزې حل کړي."
یاد کارپوه زیاتوي: "یو سیګنال شته- راځئ چې په سوداګرۍ کې ښکیل شو، راځئ چې اړیکو ته وده ورکړو، تایوان څشی دی. د اروپایی اتحادیې ځینو هیوادونو سخت دریځ خپل کړی او تایوان د یو خپلواک هیواد په توګه پېژني، تر هرڅه لومړی زما مطلب دا دی چې لیتوانیا او د چک جمهوریت د همدا ډول دریځ غوره کوونکی دي، طبیعي ده چې چین د اروپايی اتحادیې د هیوادونو له دې دریځ څخه ناخوښه دی."