د شانګهای دهمکارۍ سازمان په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

© Twitter account of GMICafghanistanمولوی امیرخان متقی
مولوی امیرخان متقی - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 05.07.2023
عضو شوید
پر افغانستان باندی د حاکمو طالبانو* د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د دوی له خوا د جوړ شوي حکومت استازي د شانګهای د همکارۍ سازمان(SCO) په غونډو کې د ګډون قانوني حق لري.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* د بهرنیو چارو وزارت د یاد سازمان سرمشریزېغونډې ته د دغې ډلې د نه بلنې په غبرګون کې یو لړ ټویټونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: "د افغانستان اسلامي امارت د ښې همغږۍ د رامنځته کولو د سیمې د امنیت د تامین او همکاریو د پراختیا په موخه د دا ډول غونډو د جوړېدو هرکلی کوي او په داسې غونډو کې د افغانستان ګډون (چې په هغې کې د څارونکی په توګه غړیتوب لري) خپل مسلم حق او نه شتون يې د هر اړخیزې همغږۍ پر وړاندې خنډ بولي، تر څو د ناامنیود مخنیوي او مخدره توکو د قاچاق بندښت، بشری مرستو رسولو او د بنسټیزو پروژو په عملی کولو کې او اقتصادي وصل کې اسانتیا، همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي.
د یادونې وړ ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې په اعلاميه کې راغلي: "غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت او پياوړتيا تر ټولو يو مهم عامل په افغانستان کې د حالاتو چټک حل دی او دوی د یوه خپلواک، بې پرې، واحد، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د پاک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو ملاتړ کوي."
همدارنګه په اعلامیه کې راغلي دي: "غړي هیوادونه په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي ګڼي چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала