https://sputnik.af/20230705/د-افغانستان-شمال-ته-د-پاکستان-طالبانو-تر-لد-وروسته-و-او-وره-15240025.html
د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالبانو تر لېږد وروسته ګډوډي او وېره
د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالبانو تر لېږد وروسته ګډوډي او وېره
اسپوتنیک افغانستان
یوې هندي رسنۍ دافغانستان په شمال کې د پاکستانی طالبانو تحریک یا TTP د غړو د ځای پرځای کېدو وروسته په شمالي ولایتونو کې د ګډوډۍ او وېرې د خپرېدو خبر ورکړی دی. 05.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-05T18:46+0430
2023-07-05T18:46+0430
2023-07-05T18:46+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/06/07/10495382_17:0:924:510_1920x0_80_0_0_c00e1a2bb7797ad578053c8a89a9f778.jpg
د آماج نیوز په حواله، اسپوتنیک خبر ورکوي چې یوې هندي رسنۍ د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو ځای پرځای کېدو ته په ګوتنیونې سره ویلي چې دا کار د "ناکرارۍ او وېرې" لامل شوی دی.انډیا نیراتیف خپرونه په یوه مقاله کې لیکلي: "په افغانستان کې یوشمېر قومی ډلو، شمالي سیمو ته د روزل شویو ملیشو د استولو په اړه اندېښنه ښودلې، او دا به په هېواد کې د قومي تاو تریخوالي لامل شي."د دې مقالې پر بنسټ، د پاکستانی طالبانو د تحریک د غړو نوی ځای پر ځای کولهغه وخت پیل شول چې "چین پر طالبانو فشار راوړ څو د ټی ټی پی په اړه د پاکستان اندېښنې درک کړي."دغې رسنۍ د منځني ختیځ د رسنیو د څېړنیزې موسسې په قول ویلي، چې د چین، پاکستان او طالبانو* د بهرنیو چارو وزیرانو تر درې اړخیزې ناستې وروسته په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو په اړه لویه پرېکړه وشوه.د یادولو وړ ده چې څه د پاسه یوه میاشت کیږي چې د پاکستانی طالبانو د تحریک په سلګونو جنګیالي د افغان طالبانو* له خوا د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې میشت کړای شوي او د دغو سیمو اصلي اوسیدونکي له خپلو ځایونو څخه ایستل شوي دي چې دا کړني په دغو ولایتونو کې وېره او وحشت خپور کړی دی.*- طالبان د ملګرو ملتونو سازمان تر بندیزونو لاندی دي.
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/06/07/10495382_130:0:810:510_1920x0_80_0_0_e1104d15b40908f3bcbd9c1bf81f5296.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالبانو تر لېږد وروسته ګډوډي او وېره
یوې هندي رسنۍ دافغانستان په شمال کې د پاکستانی طالبانو تحریک یا TTP د غړو د ځای پرځای کېدو وروسته په شمالي ولایتونو کې د ګډوډۍ او وېرې د خپرېدو خبر ورکړی دی.
د آماج نیوز په حواله، اسپوتنیک خبر ورکوي چې یوې هندي رسنۍ د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو ځای پرځای کېدو ته په ګوتنیونې سره ویلي چې دا کار د "ناکرارۍ او وېرې" لامل شوی دی.
انډیا نیراتیف خپرونه په یوه مقاله کې لیکلي: "په افغانستان کې یوشمېر قومی ډلو، شمالي سیمو ته د روزل شویو ملیشو د استولو په اړه اندېښنه ښودلې، او دا به په هېواد کې د قومي تاو تریخوالي لامل شي."
د دې مقالې پر بنسټ، د پاکستانی طالبانو د تحریک د غړو نوی ځای پر ځای کولهغه وخت پیل شول چې "چین پر طالبانو فشار راوړ څو د ټی ټی پی په اړه د پاکستان اندېښنې درک کړي."
دغې رسنۍ د منځني ختیځ د رسنیو د څېړنیزې موسسې په قول ویلي، چې د چین، پاکستان او طالبانو* د بهرنیو چارو وزیرانو تر درې اړخیزې ناستې وروسته په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو په اړه لویه پرېکړه وشوه.
د یادولو وړ ده چې څه د پاسه یوه میاشت کیږي چې د پاکستانی طالبانو د تحریک په سلګونو جنګیالي د افغان طالبانو* له خوا د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې میشت کړای شوي او د دغو سیمو اصلي اوسیدونکي له خپلو ځایونو څخه ایستل شوي دي چې دا کړني په دغو ولایتونو کې وېره او وحشت خپور کړی دی.
*- طالبان د ملګرو ملتونو سازمان تر بندیزونو لاندی دي.