https://sputnik.af/20230704/-د-افغانستان-خه-د-یوه-خپلواک-هواد-د-جودو-په-توه-د-شانهای-د-همکار-سازمان-ملات--15225854.html
د افغانستان څخه د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان ملاتړ
د افغانستان څخه د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان ملاتړ
اسپوتنیک افغانستان
د شانګهای د همکارۍ سازمان د نننۍ غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د افغانستان ملاتړ شوی دی. 04.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-04T19:18+0430
2023-07-04T19:18+0430
2023-07-04T19:18+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/04/15217789_0:0:3078:1731_1920x0_80_0_0_c768a7e6673dd128631abb52cedf6638.jpg
د اسپوتنیک په وینا، د نوي ډیلي د هغې بیانیې له مخې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې په پای کې تصویب شوه، د یاد سازمان غړي هېوادونه د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو پلوي دي.په دې اعلاميه کې راغلي: "غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت او پياوړتيا تر ټولو يو مهم عامل په افغانستان کې د حالاتو چټک حل دی او دوی د یوه خپلواک، بې پرې، واحد، دیموکراتیک، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د پاک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو ملاتړ کوي."همدارنګه غړي هیوادونه "په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي ګڼي چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."په دغه بیانیه کې همداراز راغلي دي: "غړي هېوادونه له افغانستان او افغان کډوالو سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د کلونو مېلمه پالنې او اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د هغوی د باعزته، خوندي او دوامداره راستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې ارزښتناکه بولي. غړو هیوادونو په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي پیچلی بشري وضعیت په پام کې نیولو سره، د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د دوامداره هڅو غوښتنه وکړه."د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو آنلاین غونډه د ښاغلي مودي په کوربه توب د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو مشرانو او همدارنګه د ایران او بیله روس د ولسمشرانو په ګډون جوړه شوې وه.د شانګهای د همکارۍ سازمان اته غړي هېوادونه لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا د هېوادونو په غړیتوب سره جوړ شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم ورسره یوځای شول.ایران نن سه شنبه د جولای پر ۴ نېټه د نهم غړي په توګه په دغه سازمان کې شامل شو او بیلاروس د ژمنو یو یادداشت لاسلیک کوي چې وروسته به د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
https://sputnik.af/20221109/هشدار-سازمان-شانگهای-به-خاطر-صدور-تروریسم-از-افغانستان-پس-از-چیرگی-گروه-طالبان--12653248.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/04/15217789_194:0:2925:2048_1920x0_80_0_0_2084ffbf375fa19480f14b3137f3b3a2.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د افغانستان څخه د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان ملاتړ
د شانګهای د همکارۍ سازمان د نننۍ غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د افغانستان ملاتړ شوی دی.
د اسپوتنیک په وینا، د نوي ډیلي د هغې بیانیې له مخې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې په پای کې تصویب شوه، د یاد سازمان غړي هېوادونه د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو پلوي دي.
په دې اعلاميه کې راغلي: "غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت او پياوړتيا تر ټولو يو مهم عامل په افغانستان کې د حالاتو چټک حل دی او دوی د یوه خپلواک، بې پرې، واحد، دیموکراتیک، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د پاک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو ملاتړ کوي."
همدارنګه غړي هیوادونه "په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي ګڼي چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."
په دغه بیانیه کې همداراز راغلي دي: "غړي هېوادونه له افغانستان او افغان کډوالو سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د کلونو مېلمه پالنې او اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د هغوی د باعزته، خوندي او دوامداره راستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې ارزښتناکه بولي. غړو هیوادونو په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي پیچلی بشري وضعیت په پام کې نیولو سره، د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د دوامداره هڅو غوښتنه وکړه."
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو آنلاین غونډه د ښاغلي مودي په کوربه توب د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو مشرانو او همدارنګه د ایران او بیله روس د ولسمشرانو په ګډون جوړه شوې وه.
د شانګهای د همکارۍ سازمان اته غړي هېوادونه لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا د هېوادونو په غړیتوب سره جوړ شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم ورسره یوځای شول.
ایران نن سه شنبه د جولای پر ۴ نېټه د نهم غړي په توګه په دغه سازمان کې شامل شو او بیلاروس د ژمنو یو یادداشت لاسلیک کوي چې وروسته به د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.