د افغانستان څخه د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان ملاتړ

© Sputnik / Alexander Kazakov /  مراجعه به بانک تصاویر Участники заседания Совета глав государств – членов Шанхайской организации сотрудничества в режиме видеоконференции
Участники заседания Совета глав государств – членов Шанхайской организации сотрудничества в режиме видеоконференции - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 04.07.2023
عضو شوید
د شانګهای د همکارۍ سازمان د نننۍ غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د یوه خپلواک هېواد د جوړېدو په توګه د افغانستان ملاتړ شوی دی.
د اسپوتنیک په وینا، د نوي ډیلي د هغې بیانیې له مخې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې په پای کې تصویب شوه، د یاد سازمان غړي هېوادونه د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو پلوي دي.
په دې اعلاميه کې راغلي: "غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت او پياوړتيا تر ټولو يو مهم عامل په افغانستان کې د حالاتو چټک حل دی او دوی د یوه خپلواک، بې پرې، واحد، دیموکراتیک، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د پاک هېواد په توګه د افغانستان د جوړېدو ملاتړ کوي."
همدارنګه غړي هیوادونه "په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي ګڼي چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."
په دغه بیانیه کې همداراز راغلي دي: "غړي هېوادونه له افغانستان او افغان کډوالو سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د کلونو مېلمه پالنې او اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د هغوی د باعزته، خوندي او دوامداره راستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې ارزښتناکه بولي. غړو هیوادونو په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي پیچلی بشري وضعیت په پام کې نیولو سره، د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د دوامداره هڅو غوښتنه وکړه."
Заседание Совета глав правительств стран ШОС в Сочи - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 09.11.2022
هشدار سازمان شانگهای به خاطر صدور تروریسم از افغانستان پس از چیرگی گروه طالبان
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو آنلاین غونډه د ښاغلي مودي په کوربه توب د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو مشرانو او همدارنګه د ایران او بیله روس د ولسمشرانو په ګډون جوړه شوې وه.
د شانګهای د همکارۍ سازمان اته غړي هېوادونه لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا د هېوادونو په غړیتوب سره جوړ شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم ورسره یوځای شول.
ایران نن سه شنبه د جولای پر ۴ نېټه د نهم غړي په توګه په دغه سازمان کې شامل شو او بیلاروس د ژمنو یو یادداشت لاسلیک کوي چې وروسته به د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала