په افغانستان کې د انګلیسی پوځ جنګی جنایتونه بربنډ شول

© AFP 2023 / Pete BristoБританские десантники в Омане
Британские десантники в Омане - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 04.07.2023
عضو شوید
په افغانستان کې د بریتانیې د پوځ د ځانګړي ځواکونو (SAS) ځیني جګړه ییز جنایتونه تيره اونۍ د بي بي سي له خوا د اړوندو سندونو په خپرولو سره بربنډ شول.
هغه اسناد په ۲۰۱۰- ۲۰۱۱ کلونو کې د هلمند په ولایت کې د انګلیس د ځانګړو ځواکونو له خوا د ډله ييزو وژنو او په ځانګړی ډول د ملکي بې وسلو او توقیف شویو وګړو د وژلو په اړه خبرې کوي.
د یادو اسنادو پر بنسټ د برتانوي پوځ د یوې ځانګړېقطعې له خوا په شپږو میاشتو کې ۵۴ کسان وژل شوي دي او د یادې قطعې قوماندان د دغو وژنو په تړاو له رپوټ ورکولو څخهډډه کړې ده.
د یادې پوځې قطعې ځینی منسوبین ویلي دي چې د اس اې اس یونټ ځینو غړو د بې ګناه افغانانو په وژنه کې د یوبل سره سیالی کول او هڅه کوله چې د وژنو نوی ریکارډ ټینګ کړي.
Министр обороны Великобритании Бен Уоллес (1 октября 2019). - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 16.07.2022
لندن به جنایت جنگی نظامیانش در افغانستان واکنش نشان داد
د انګلیسی تلګراف نومې خپرونې پر بنسټ، د انګلستان د اوسني پاچا دریم چارلس کوچنی زوی شهزاده هری چې د ډوک ساسکس په نوم پیژندل کیږي، په خپل (Spare) سپېر نومی کتاب کې د ۲۵ تنو افغانانو پر وژلو (په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ او ۲۰۱۲-۲۰۱۳ کلونو کې) اعتراف کړی دی.
افغانان د برتانوي شهزاده دا عمل جنګي جنایت بولي او د غربي پوځیانو دا جنایتونه هیڅ کله نه هېروي.
د تلګراف خپرونې د رپوټ له مخې شهزاده هری وايي چې په افغانستان کې په خپلو وژنو نه پښیمانه دی او نه هم پرې ویاړي، بلکې هغه دا وژنې د جګړې له ډګره د شطرنج د لوبغاړو د ایستلو په معنا بولي او له دې امله نه د خوښۍ او نه د شرم احساس کوی.
د وسله وال تاوتریخوالی په وړاندې د عمل سازمان د بریتانیې له خوا د خسارې د تادیاتو له راپورونو څخه جوته کړې ده چې د ۲۰۰۴ کال د اپریل څخه د ۲۰۲۱ کال تر دسمبره پوری، ۳۸ پیښې شوي وې چې د ۶۴ ماشومانو د مړینې لامل شوی و چې د بریتانیا له خوا د مړه شویو ماشومانو خپلوانو ته خساره ورکړل شوې وه.
د تسنیم خبري اژانس د سیمه ییز دفتر د معلوماتو له مخې، د "لي ډی" په نوم د یوې برتانوي حقوقي موسسې د څېړنو پر بنسټ چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پیل شوې، ښايي په افغانستان کې د برتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۸۰ ملکي بې ګناه افغانان وژلي وي. د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ویلي دي، چې په ۲۰۱۰ کال کې د نړيوالو ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٢٧ ملکي وګړي وژل شوي وه.
د بريتانيې د دفاع وزارت د اسنادو له افشا کېدو سره سره د خپلو قوماندانانو او سرتېرو ملاتړ کړى او په ښکاره يې په هلمند کې د افغانانو پر وړاندې د دغو ځواکونو جنګي جنايتونه رد کړی او ادعا کوي چې د دغه هېواد ځواکونو په زړورتيا او مسلکيتوب سره په افغانستان کې خدمت کړی دی.
Indonesian Special Forces soldiers, also known as Kopassus, take position during a joint anti-terrorism exercise with Australia's elite unit SAS at the Bali International Airport, in Kuta, Indonesia on Tuesday, Sept. 28, 2010 - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 24.03.2023
روسیه منتظر نتایج تحقیقات درباره جنایات قطعه خاص بریتانیا در افغانستان است
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال د امریکا، کاناډا، استرالیا، المان، هالنډ او د ناټو د نورو غړو هیوادونو د پوځیانو له خوا ډېرې ورته پېښې لیدل شوي او ثبت شوي دي. مګر د هیڅ يوې پېښې مجرمینو ته سزا نده ورکول شوې او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو حقونه ندي اعاده شوي.
په دې توګه د دغو بوږنونکو جنایتونو ابعاد او اندازه یوازې په هغو پوځیانو پورې نه ده محدوده چې د برتانوي پوځ د یوې ځانګړې قطعې غړي او یا د هغوی قومندانان دي،په دې کې د برتانیېځیني لوړپوړي پوځي چارواکي هم شامل دي، کوم چې د دغو جنايتونو په پټولو او ردولو او توجيه کولو سره يې په ښکاره ډول د غربي ادعاوو پر خلاف بشري حقونه او عدالت يې تر پښو لاندې کړی دی.
د دې ټکان ورکوونکو اسنادو په افشا کېدو سره اوس د بشری حقونو سازمانونهچې د ملګرو ملتونو، اروپایی اتحادیې او داسې نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره تړلی دی، د يوې سترې ننګونې سره مخامخ کېږي. یاد سازمانونه باید په عمل کې د جنګي جرمونو او جنایتونو مرتکبین په هره کچه (انفرادی، ډله ییز او یا حکومتي) چې وي تر پوښتنې لاندي راولي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري چې په خواشینۍ سره تر اوسه پوري دا کار ندی شوی. ځکه نو د نړۍ ډېر ولسونه په دې باور دي چې لویدیځ هیڅکله د بشري حقونو پروا نه کوي، بلکه یواځی د عامه ذهنیتونو د غولولو لپاره تش په نامه د بشر د حقونو چیغې وهي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала