د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه په نوي ډيلي کې پيل شوه

© Sputnik / Sergey Bobylev/Pool /  مراجعه به بانک تصاویر Президент РФ Владимир Путин во время заседания в узком составе глав государств Шанхайской организации сотрудничества в Самарканде
Президент РФ Владимир Путин во время заседания в узком составе глав государств Шанхайской организации сотрудничества в Самарканде - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 04.07.2023
عضو شوید
د اسپوتنیک په وینا، د سرمشریزې غونډې موضوع " د خوندی شانګهای د همکارۍ سازمان" یا د شانګهای د همکاریو سازمان د امنیت په اړه خبري اتري دي.
د "امن" اویا "خوندیتوب" کلمه دلته یوازی د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د نظامی او جګړه ییز امنیت په مانا نده بلکه د اقتصادی، سوداګریز او خپلواکی خوندیتوب او د یوبل ځمکنی بشپړتیا ته درناوی او د غړو ترمنځ د یووالی او پیوستون په مفهوم او موخو سره تر غور او څیړني لاندی ده. د پورته موضوع یادونه په ۲۰۱۸ کال کې د هند د لومړی وزیر ناریندرا مودی له خوا د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې شوې وه.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې د پرانیستلو پر مهال د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل چې د افغانستان وضعیت د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پر امنیت اغېز کوي.
د هند لومړي وزیر د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران او بیلاروس د غړیتوب په موخه د یادداشتونو د لاسلیک کېدلو هرکلی وکړ.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې د هراړخیزو بدلونونو او د نورو هېوادونو په چارو کې د بهرنيو لاسوهنو د مخنيوي پر اړتيا ټينګار وکړ.
د قرغزستان ولسمشر، صدر ژاپاروف وویل: د شانګهای د همکاریو سازمان پراخېدو او پیاوړی کېدو سره د نړیوالې ټولنې د لیوالتیا څرګندونه په بشپړه توګه د پوهیدو وړ ده او د شانګهای د همکارۍ سازمان فعالیتونه باید پر مثبتو پایلو تمرکز وکړي.
 نارندرا مودی نخست وزیر هند - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 04.07.2023
نخست وزیر هند: وضعیت افغانستان بر امنیت کشورهای سازمان همکاری شانگهای تأثیر می گذارد
په یاده غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د وسله وال پاڅون پر مهال په روسیه کې د اساسي قانون د ساتنې په موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو د ملاتړ ستاینه وکړه.
د روسیې ولسمشر وویل: روسیه د غونډې د ګډې اعلامیې د طرحې ملاتړ کوي چې د نړیوالو مسایلو په اړه د واحدو کړنو څرګندونه کوي.
د ولادیمیر پوتین په وینا، د شانګهای د همکارۍ سازمان د ملګرو ملتونو په مرکزي رول سره د یو عادلانه نړیوال نظم رامنځته کولو ته ژمن دی.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران د شاملیدو مبارکي وویله او په منځمهاله توګه یې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د پراختیا لپاره د یوې ستراتیژۍ د جوړولو اړتیا په ګوته کړه.
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وویل چې دی تمه لري چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو په ملاتړ به بیلاروس په نږدې راتلونکي کې د دغه سازمان بشپړ غړی شي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала