د الازهر له خوا د قرآن کریم د سپکاوي په اړه د پوتین د زړور دریځ ستاینه

© Sputnik / Gavriil Grigorov /  مراجعه به بانک تصاویر Президент РФ Владимир Путин во время посещения древнейшей в России мечети Джума-мечеть в ходе рабочей поездки в Дагестан
Президент РФ Владимир Путин во время посещения древнейшей в России мечети Джума-мечеть в ходе рабочей поездки в Дагестан - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 03.07.2023
عضو شوید
په روسیه کې قرآن کریم ته د بې حرمتۍ جرم ګڼل او له اسلامي مقدساتو څخه د ملاتړ په اړه د روسیې د ولسمشر له څرګندونو وروسته، د مصر الازهر دغه دریځ زړور وباله او د روسیې د ولسمشر څخه مننه وکړه.
اسپوتنیک د فارس خبری اژانس په حواله لیکی، وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد په دربنت ښار کې قرآن کریم په غېږ کې ونیو او له اسلامی سپېڅلو ځایونو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، د مصر الازهر د جولای پر ۱ نېټه د یوې بیانیې په خپرولو سره د هغه د دریځ ستاینه وکړه.
د عربی ۲۱ تحلیلی خبری سایټ د راپور له مخې، الازهر په دغه بیانیه کښې ټینګار وکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د عظیم الشان قرآن په غېږ کې نیول، د مسلمانانو د سپېڅلو مقدساتو څخه د ساتنې اعلان او د اسلام مبارک دین ته د هغه د درناوی له کبله، د هغه د زړورتیا څخه ستاینه کوی.
د یادونې وړ ده چې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۸) په سټاکهولم ښار کې د ۳۷ کلن سلوان مومیکا په نوم یوه عراقي الاصله سویډني د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قرآن کریم یوه نسخه وغورځوله او ویې سوځوله. دغه جنایت د نړۍ د مسلمانانو د کرکې او د ګڼو هیوادونو د غبرګونونو سبب شو.
د روسیې ولسمشر پوتین د چهارشنبه په ورځ په یوه وینا کې اعلان وکړ چې قرآن کریم ته سپکاوی په روسیه کې جرم ګڼل کیږي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала