فرانسه د بغاوتونو په اور کې سوځي

© Sputnik ناآرامی های فرانسه
 ناآرامی های فرانسه - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 03.07.2023
عضو شوید
په فرانسه کې د لاریونونو په ترڅ کې تر ۸۰۰ زیات اورلګونې ثبت شوي دي.
د سپوتنیک په وینا، LCI راډیو سټیشن د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په حواله راپور ورکړی چې په فرانسه کې د ناکراریو په ترڅ کې له 800 څخه په زیات عامه ځایونو کې اورونه لګیدلي دي.
یاده راډیو اعلان کړی دی: په عامه ځایونو کې د اور وژنې 871 قضیې، د موټر سوځولو 577 پیښې او په ودانیو کې د اور لګېدنې 74 پیښې ثبت شوي دي.
د یادولو ده، چې د پولیسو پر ۱۰ عمومی او ۶ سیمه ییزو پوستو او د ژاندرمري پولیسو پر ۱۰ ستیشنونو باندي بریدونه شوي دي او په پایله کې یې د پولیسو ۴۰ تنه منسوبین ټپیان شوي دي.
Сгоревшая аптека после протестов во французском городе Монтаржи - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 03.07.2023
چندرسانه ای
عواقب شورش ها در فرانسه
د یادونې وړ ده چې د امنیتي چارواکو په وینا د تېرې سه شنبې په سهار، د نانتریر ښار په یوه سړک کې یو 17 کلن ځوان د پلټنې په ترڅ کې د پولیسو د غوښتنو له منلو څخه انکار وکړ او تر هغه وروسته د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو چې په پایله کې یې د فرانسې په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه پیل شول او تر اوسه پوري لاهم روان دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، ځوانانو په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۳۰۰ موټرونو او د پولیسو او دولتي ودانیو ته اور ورته کړی دی. د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۵۰ بانکونه، ۲۰۰ د خوراکي توکو پلورنځي او شاوخوا لس سوداګریز مرکزونه لوټ شوي او سوځول شوي دي. په یو شمیر ښارونو کې د پولیسو ځانګړي ځواکونه چې زغره وال ګاډي او چورلکې په کې شاملې دي ځای پر ځای شوي دي. په ټولیز ډول، شاوخوا 24۰۰ کسان نیول شوي، چې درېیمه برخه یې ماشومان دي.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала