د بایدن څرګندونی؛ د امریکې او طالبانو اړیکې بربنډې شوې

© AP Photo / Andrew HarnikВыступление президента Джо Байдена о банковской системе в Белом доме
Выступление президента Джо Байдена о банковской системе в Белом доме - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 03.07.2023
عضو شوید
د امریکې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه په خپلو وروستیو خبرو کې وویل چې القاعده اوس په افغانستان کې شتون نه لري او د دې شبکې د له منځه وړلو لپاره له طالبانو* څخه مرسته ترلاسه شوې ده.
په یاده خبرې ناسته کې ولسمشر بایډن د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وايي: ستا په یاد دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي و؟ ما ویلی و، القاعده به نه وي او د القاعدې د له منځه وړلو لپاره به موږ له طالبانو* څخه مرسته ترلاسه کړو. څه وشول؟ څه روان دي؟ خپل رسنۍ ولولئ. زه په حق وم.
همدارنګه جو بایډن په یاده مرکه کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پلان د پلی کولو په بهیر کې د امریکې کړنې سمې بولي.
د جو بایډن د پورتنیو یادوونو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پانه کې لیکي:
"اسلامي امارت خپلواکه پریکړې کوي او دا د خپلواکی معنی لري، نه د غلامي. که اسلامي امارت د امریکا غلام وای، تر ظالمانه بندیزونو لاندی به نه وای، په رسمیت به پیژندل شوی وای او د پرمختګ په وړاندې به یې خنډونه نه جوړېدلی."
په عین وخت کې د طالبانو* د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپل ټويټر پاڼې باندې د یوې لیکنې په ترڅ کې د امریکې سره د طالبانو* همکارۍ ردوي او لیکي: "موږ په افغانستان کې د وسله والو ډلو د نه شتون په اړه د امریکې د ولسمشر جو بایډن څرګندونې د حقیقت اعتراف ګڼو او اعلان کوو چې د بایدن دا وینا په افغانستان کې د څه باندې شلو وسله والو ډلو د شتون او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور ردوي. نوموړي زیاته کړه، چې دوی دا پالیسي ساتي او هیچ چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا په زیان وکاروي. په دې برخه کې زموږ کړني د متحده ایالتونو په ګډون د هیڅ چا د غوښتنې یا سپارښتنې له امله ندي."
همدارنګه د جو بایډن د پورته خبرو په اړه د افغانستان د جمهوری نظام د حکومت وروستی عدلیه وزیر فضل احمد معنوی پر خپل ټویټر پاڼه کې لیکی: اجیر اجیر دی. دا مهمه نده چې د ګاونډي هیواد یا د امریکا اجیر. طالب یو پردیپال مزدور دی چې د پیسو او واک په هیله د هر چا لپاره چوپړ ته تیار دی. د بایډن څرګندونې باید د ځینو خلکو ستونزه حل کړي وي؛ طالب قدرت او پیسو ته تږی یوه ظالمه ډله ده او د دین سره هیڅ تړاو نه لري. د دوی شتون د ماموریت د بشپړېدو سره سم پای ته رسېږي.
FILE - In this Aug. 15, 2021, file photo, Taliban fighters take control of the Afghan presidential palace after President Ashraf Ghani fled the country, in Kabul, Afghanistan. In the U.S. departure from Afghanistan, China has seen the realization of long-held hopes for a reduction of the influence of a geopolitical rival in what it considers its backyard - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 01.07.2023
وزارت خارجه امریکا بایدن و ترامپ را به کمک در پیروزی طالبان متهم کرد
څرنګه چې معلومه ده، په افغانستان کې د تروریستی ډلو پر وړاندي مبارزه، د امریکې د متحده ایالتونو او طالبانو* د اسلامی تحریک ترمنځ د لاسلیک شوی تړون (د ۲۰۲۰ کال د فبروری پر ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکې په استازیتوب د زلمی خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب د ملا عبدالغنی برادر له خوا لاسلیک شوی و) یوه مهمه برخه ده او د طالبانو* مکلفیت ګڼل شوی دی. له همدې کبله د طالبانو* د سرپرست حکومت د کار له پیل څخه تر اوس مهاله، طالب* چارواکي او ویاندان په وار وار نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی چې دوی هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چي په افغانستان کې تروریستې کړنې وکړي او د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر ضد وکاروي. خو په عین وخت کې ځیني نړیوال او په ځانګړی ډول د امریکې متحده ایالتونه، د ګډ امنیت سازمان ځیني غړي هیوادونه، چین او پاکستان په افغانستان کې د ځینو اسلامی بنسټپالو ډلو د شتون له کبله چې دوي یې تروریستان بولي، اندېښنې لري. د یادو اندېښنو په اړه د یادو هیوادونو د استازو او طالب چارواکو ترمنځ په دوحه، اسلام آباد، کابل او ... ښارونو کې ډېر ځلي خبري اتري شوي دي چې په پایله کې یې په وروستیو میاشتو کې په رسنیو کې داسي خبرونه خپاره شول چې د پاکستان حکومت د غوښتنو او اصرار له کبله به د پاکستانی طالبانو* جنګیالي د افغانستان له سهیلی او ختیځو ولایتونو څخه چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پراته دي، د افغانستان شمالی ولایتونو ته لېږدول کېږي او همدارنګه د چین هیواد ته په لیکلی ډول ډاډ ورکول شوی دی چې د افغانستان په خاوره کې به د ایغور اسلامی بنسټپاله جنګیالي د چین پر ضد فعالیت نکوي.
همدا ډول د یادولو ده چې ډېر شمېر افغان سیاستوال په دې نظر دي چې د امریکې او طالبانو* ترمنځ اړیکې د دوحې د تړون د منځپانګې سره سم پر مخ درومي.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندی دی.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала