د اسپوتنیک د راپور له مخي، هغه ويلي دي: "هغه څه چې د اوکراين څخه پاتې کېږي، يو بدمرغه هېواد به وي چې د روسيې پر ضد به د ستر پوځي عمليات توان ونلري او په اروپايي اتحاديه يا ناټو کې به د غړيتوب معيارونه پوره نه کړي. زه فکر کوم چې دا به وروستۍ پايله وي."
د هغه په وینا، اوکراین به "څو لویې ټوټې" له لاسه ورکړي، چې د هغې نیمایي خاورې سره به برابرې وي. میرشایمر وړاندوینه وکړه چې سخت پوځي عملیات به نور دوه کاله دوام وکړي.
امریکايي سیاسي کارپوه له لوېدیځ څخه هم وغوښتل چې د روسیې د "ناخوښوونکي" بریا لپاره چمتو شي.