د شبرغان ښار څخه د مزار شریف ښار ته د ګاز د لېږدولو نل لیکه بیا پرانیستل شوه

د طالبانو* د کانونو او پترولیم وزارت د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د ګاز د انتقال د پایپ لاین د پرانیستلو اعلان وکړ.
Sputnik
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د ګاز د لېږد نل لیکه (شنبه، د چنګاښ ۱۷مه) پرانیستل شوه. د شبرغان ښار په دغه غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور او یو شمېر نور طالب*چارواکو ګډون درلود.
د طالبانو* د کانونو او پترولیم وزارت د اعلامیې له مخې، د ګاز د لېږد دغه پایپ لاین ۹۴،۵کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۶۰۹ میلیونه افغانۍ دي.
د طالبانو* ویاند ویلي دي چې د دغې نل لیکې په واسطهلیږدول شوی ګاز د سرې او بریښنا په صنعت، شیشه جوړولو او د آی پي پي غضنفر شرکت د بریښنا په تولیدولوکې کارول کیږي.
د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي چې د دې نل لیکې ګاز به په نږدې راتلونکي کې د استوګنې کورونو ته هم ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې دا نل لیکه پخوا هم فعاله وه خو په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جمهوری دولت د مخالفینو له لوري ویجاړه شوې وه.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو