https://sputnik.af/20230710/د-شبرغان-ار-خه-د-مزار-شریف-ار-ته-د-از-د-لدولو-نل-لیکه-بیا-پرانیستل-شوه-15277388.html
د شبرغان ښار څخه د مزار شریف ښار ته د ګاز د لېږدولو نل لیکه بیا پرانیستل شوه
د شبرغان ښار څخه د مزار شریف ښار ته د ګاز د لېږدولو نل لیکه بیا پرانیستل شوه
اسپوتنیک افغانستان
د طالبانو* د کانونو او پترولیم وزارت د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د ګاز د انتقال د پایپ لاین د پرانیستلو اعلان وکړ. 10.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-10T10:04+0430
2023-07-10T10:04+0430
2023-07-10T11:16+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/09/15274408_0:56:1080:664_1920x0_80_0_0_0e5ed87e6104d054b24ce121a40e98fc.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د ګاز د لېږد نل لیکه (شنبه، د چنګاښ ۱۷مه) پرانیستل شوه. د شبرغان ښار په دغه غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور او یو شمېر نور طالب*چارواکو ګډون درلود.د طالبانو* د کانونو او پترولیم وزارت د اعلامیې له مخې، د ګاز د لېږد دغه پایپ لاین ۹۴،۵کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۶۰۹ میلیونه افغانۍ دي.د طالبانو* ویاند ویلي دي چې د دغې نل لیکې په واسطهلیږدول شوی ګاز د سرې او بریښنا په صنعت، شیشه جوړولو او د آی پي پي غضنفر شرکت د بریښنا په تولیدولوکې کارول کیږي.د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي چې د دې نل لیکې ګاز به په نږدې راتلونکي کې د استوګنې کورونو ته هم ووېشل شي.د یادونې وړ ده چې دا نل لیکه پخوا هم فعاله وه خو په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جمهوری دولت د مخالفینو له لوري ویجاړه شوې وه.*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/09/15274408_61:0:1021:720_1920x0_80_0_0_481f87a823bc34710335638361725f94.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د شبرغان ښار څخه د مزار شریف ښار ته د ګاز د لېږدولو نل لیکه بیا پرانیستل شوه
10:04 10.07.2023 (بازآوری شدن: 11:16 10.07.2023) د طالبانو* د کانونو او پترولیم وزارت د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د ګاز د انتقال د پایپ لاین د پرانیستلو اعلان وکړ.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته د ګاز د لېږد نل لیکه (شنبه، د چنګاښ ۱۷مه) پرانیستل شوه. د شبرغان ښار په دغه غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور او یو شمېر نور طالب*چارواکو ګډون درلود.
د طالبانو* د کانونو او پترولیم وزارت د اعلامیې له مخې، د ګاز د لېږد دغه پایپ لاین ۹۴،۵کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۶۰۹ میلیونه افغانۍ دي.
د طالبانو* ویاند ویلي دي چې د دغې نل لیکې په واسطهلیږدول شوی ګاز د سرې او بریښنا په صنعت، شیشه جوړولو او د آی پي پي غضنفر شرکت د بریښنا په تولیدولوکې کارول کیږي.
د طالبانو* د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي چې د دې نل لیکې ګاز به په نږدې راتلونکي کې د استوګنې کورونو ته هم ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې دا نل لیکه پخوا هم فعاله وه خو په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جمهوری دولت د مخالفینو له لوري ویجاړه شوې وه.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.