د آماج نیوز په حواله، اسپوتنیک خبر ورکوي چې یوې هندي رسنۍ د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو ځای پرځای کېدو ته په ګوتنیونې سره ویلي چې دا کار د "ناکرارۍ او وېرې" لامل شوی دی.
انډیا نیراتیف خپرونه په یوه مقاله کې لیکلي: "په افغانستان کې یوشمېر قومی ډلو، شمالي سیمو ته د روزل شویو ملیشو د استولو په اړه اندېښنه ښودلې، او دا به په هېواد کې د قومي تاو تریخوالي لامل شي."
د دې مقالې پر بنسټ، د پاکستانی طالبانو د تحریک د غړو نوی ځای پر ځای کولهغه وخت پیل شول چې "چین پر طالبانو فشار راوړ څو د ټی ټی پی په اړه د پاکستان اندېښنې درک کړي."
دغې رسنۍ د منځني ختیځ د رسنیو د څېړنیزې موسسې په قول ویلي، چې د چین، پاکستان او طالبانو* د بهرنیو چارو وزیرانو تر درې اړخیزې ناستې وروسته په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو په اړه لویه پرېکړه وشوه.
د یادولو وړ ده چې څه د پاسه یوه میاشت کیږي چې د پاکستانی طالبانو د تحریک په سلګونو جنګیالي د افغان طالبانو* له خوا د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې میشت کړای شوي او د دغو سیمو اصلي اوسیدونکي له خپلو ځایونو څخه ایستل شوي دي چې دا کړني په دغو ولایتونو کې وېره او وحشت خپور کړی دی.
*- طالبان د ملګرو ملتونو سازمان تر بندیزونو لاندی دي.