https://sputnik.af/20230714/چین-د-ن-په-ولو-ننونو-ک-ناو-پ-بول-15311119.html
چین د نړۍ په ټولو ننګونو کې ناټو پړ بولي
چین د نړۍ په ټولو ننګونو کې ناټو پړ بولي
اسپوتنیک افغانستان
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ د ټولو نړیوالو ننګونو پړه پر ناټو واچوله ځکه چې ناټو خپل نفوذ پراخوي. 14.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-14T13:21+0430
2023-07-14T13:21+0430
2023-07-14T13:21+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/21/86/218642_0:0:3000:1688_1920x0_80_0_0_95a6a1f8f292ebf8a901986f9e72da31.jpg
د اسپوتنیک په وینا، په ملګرو ملتونو کې د چین استازی، ژانګ جون، د نړۍ د ټولو ستونزو پړه پر ناټو واچوله، ځکه چې ناټو هڅه کوي خپل نفوذ پراخ کړي.ژانګ جون وويل چې ناټو، د سړې جګړې محصول، د یو ډول سړې جګړې ملاتړ کوي. د ناټو سرمشریزه په ویلنیوس کې جوړه شوه. موږ د سړې جګړې او ایډیالوژیکي ټکر پیژندل شوي ویناوې واوریدلې. د ناستي وروستۍ اعلامیه پر چین بې بنسټه تورونه مطرح کړل. چین په کلکه هغه رد کړه.په ویلنیوس کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو د لومړۍ ورځې د ناستې په اعلاميه کې ( د جولای ١١-١۲) د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ ژورتيا له ارزښتونو او د ایتلاف د ګټو سره په ټکر کې ګڼل کېږي. د دې پوښتنې په ځواب کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین پر ناټو غږ وکړ چې پر بیجینګ د بې بنسټه تورونو لګول بس کړ ي او "د سړې جګړې د ذهنیت ناسم تصور او د بشپړ امنیت لپاره د هلو ځلو ناسمه تګلاره پرېږدي".هغه ټینګار وکړ: "ناټو له هغو جغرافیایي پولو څخه چې په پیل کې پلان شوي وه، بهر تللی او اوس پلان لري چې خپل ځواک د ځمکې پر ټولې کرې وښيي. خو دا ډول کړنې د سیمې پر امنیت منفي اغېز لري."د هغه په وينا، ناټو په پرله پسې توګه پوځي لګښتونه زياتوي، د خپل ځواک د پراخولو هڅه کوي او تقابل ته لمن وهي. په تبلیغاتو سره، ناټو د نړیوال نظم اصول د ننګونو سره مخامخ کوي. ناټو د نړیوالو اړیکو له اصولو څخه د سرغړونو، په کورنیو چارو کې د مداخلې، د جګړې اور ته د لمن وهلو، د نه منلو بندیزونو د لګولو او د ملکي خلکو په وژلو سره نړیوال منل شوي پرنسیپونه تر پښو لاندي کوي.هغه وويل: "له همدې امله، د ټولو ستونزو اصلي عامل بل څوک نه بلکې ناټو دی. هغه تورونه چې پر چين يې لګوي، بې بنسټه دي. چين د نړیوالې سولې لپاره هڅي کوي."
https://sputnik.af/20230713/چین-پیشنهاد-می-کند-که-ناتو-را-سازمان-راهزنان-اقیانوس-اطلس-شمالی-بنامد-15306156.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/21/86/218642_333:0:3000:2000_1920x0_80_0_0_b9cda6a4191ce968cdf2cbb821fe75c1.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
چین د نړۍ په ټولو ننګونو کې ناټو پړ بولي
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ د ټولو نړیوالو ننګونو پړه پر ناټو واچوله ځکه چې ناټو خپل نفوذ پراخوي.
د اسپوتنیک په وینا، په ملګرو ملتونو کې د چین استازی، ژانګ جون، د نړۍ د ټولو ستونزو پړه پر ناټو واچوله، ځکه چې ناټو هڅه کوي خپل نفوذ پراخ کړي.
ژانګ جون وويل چې ناټو، د سړې جګړې محصول، د یو ډول سړې جګړې ملاتړ کوي. د ناټو سرمشریزه په ویلنیوس کې جوړه شوه. موږ د سړې جګړې او ایډیالوژیکي ټکر پیژندل شوي ویناوې واوریدلې. د ناستي وروستۍ اعلامیه پر چین بې بنسټه تورونه مطرح کړل. چین په کلکه هغه رد کړه.
په ویلنیوس کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو د لومړۍ ورځې د ناستې په اعلاميه کې ( د جولای ١١-١۲) د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ ژورتيا له ارزښتونو او د ایتلاف د ګټو سره په ټکر کې ګڼل کېږي. د دې پوښتنې په ځواب کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین پر ناټو غږ وکړ چې پر بیجینګ د بې بنسټه تورونو لګول بس کړ ي او "د سړې جګړې د ذهنیت ناسم تصور او د بشپړ امنیت لپاره د هلو ځلو ناسمه تګلاره پرېږدي".
هغه ټینګار وکړ: "ناټو له هغو جغرافیایي پولو څخه چې په پیل کې پلان شوي وه، بهر تللی او اوس پلان لري چې خپل ځواک د ځمکې پر ټولې کرې وښيي. خو دا ډول کړنې د سیمې پر امنیت منفي اغېز لري."
د هغه په وينا، ناټو په پرله پسې توګه پوځي لګښتونه زياتوي، د خپل ځواک د پراخولو هڅه کوي او تقابل ته لمن وهي. په تبلیغاتو سره، ناټو د نړیوال نظم اصول د ننګونو سره مخامخ کوي. ناټو د نړیوالو اړیکو له اصولو څخه د سرغړونو، په کورنیو چارو کې د مداخلې، د جګړې اور ته د لمن وهلو، د نه منلو بندیزونو د لګولو او د ملکي خلکو په وژلو سره نړیوال منل شوي پرنسیپونه تر پښو لاندي کوي.
هغه وويل: "له همدې امله، د ټولو ستونزو اصلي عامل بل څوک نه بلکې ناټو دی. هغه تورونه چې پر چين يې لګوي، بې بنسټه دي. چين د نړیوالې سولې لپاره هڅي کوي."