https://sputnik.af/20230712/د-g7-له-به-نن-د-اوکراین-لپاره-امنیت-تضمینونه-اعلانو-15294948.html
د G7 ډله به نن د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه اعلانوي
د G7 ډله به نن د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه اعلانوي
اسپوتنیک افغانستان
سپینه ماڼۍ: د اوکراین امنیتي تضمینونه به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۳کال د جولای پر۱۲مه اعلان شي. 12.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-12T14:55+0430
2023-07-12T14:55+0430
2023-07-12T14:55+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/06/14/15071980_0:152:2917:1793_1920x0_80_0_0_30d696d6c525f15f54e28f6a96411288.jpg
G7 ډله نن د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه اعلانويسپینه ماڼۍ: د اوکراین امنیتي تضمینونه به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۳کال د جولای پر۱۲مه اعلان شي.د اسپوتنیک په وینا، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې د اروپا لپاره لوړپوړي مشر، امندا سلاټ وویل چې د G7مشران به نن د اوکراین سره خپلې اوږدې مهالې امنیتي ژمنې اعلان کړي.د متحده ایالتونو حکومتي چارواکی زیاته کړه چې هیواد یې باید د اوو هیوادونو د ډلې پلان هم اعلان کړي چې له اوکراین سره د داسې وسله والو ځواکونو په جوړولو کې مرسته وکړي چې "د ځان دفاع وکړي او د راتلونکو بریدونو مخه ونیسي."هغه وویل چې د دوه اړخیزو امنیتي تضمینونو د ترلاسه کولو لپاره د اوو هیوادونو او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو لړۍ به نن پیل شي.سکای نیوز د برتانیې د صدراعظم د دفتر په حواله ویلي چې کیف ته د امنیتي ضمانتونو په اړه د G7 ډلې اعلامیه به نن په ویلنیوس کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې تصویب شي. د هغه په وينا، دغه سند د پوځي تجهيزاتو د تخصيص، د معلوماتو د تبادلې د پياوړتيا، د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پوځي پرسونل لپاره د روزنيزو پروګرامونو د پراختيا او همدارنګه د اوکراین د صنعتي ظرفيتونو د لوړولولپاره آسانتیاوي برابروي.نن به د ولودیمیر زیلینسکي په شتون سره د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې د دویمې ورځې غونډه په ویلنیوس کې ترسره شي. د کیف چارواکو په وار وار ویلي چې دوی به په اتحاد کې د اوکراین د چټک منلو پرته د غونډې د هیڅ پایلې څخه راضي نه وي.کرملین ټینګار کوي چې وضعیت له نږدې څاري او یادونه کوي چې دا د ناټو سره د یوځای کیدو لپاره د کیف رژیم اراده وه چې دقیقاْ د ځانګړو عملیاتو د پیل یو له لاملونو څخه شوه.
https://sputnik.af/20160525/645746.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/06/14/15071980_162:0:2755:1945_1920x0_80_0_0_5138612384d318a33ec5594f9016edb8.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د G7 ډله به نن د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه اعلانوي
سپینه ماڼۍ: د اوکراین امنیتي تضمینونه به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۳کال د جولای پر۱۲مه اعلان شي.
G7 ډله نن د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه اعلانوي
سپینه ماڼۍ: د اوکراین امنیتي تضمینونه به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۳کال د جولای پر۱۲مه اعلان شي.
د اسپوتنیک په وینا، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت په شورا کې د اروپا لپاره لوړپوړي مشر، امندا سلاټ وویل چې د G7مشران به نن د اوکراین سره خپلې اوږدې مهالې امنیتي ژمنې اعلان کړي.
هغه وویل: "ولسمشر بایډن او د G7 مشران به د زیلینسکي سره یوځای نن ماسپښین یو مهم اعلان وکړي چې د اوکراین د خلکو ملاتړ لپاره به زموږ اوږدمهاله ژمنې په ګوته کړي."
د متحده ایالتونو حکومتي چارواکی زیاته کړه چې هیواد یې باید د اوو هیوادونو د ډلې پلان هم اعلان کړي چې له اوکراین سره د داسې وسله والو ځواکونو په جوړولو کې مرسته وکړي چې "د ځان دفاع وکړي او د راتلونکو بریدونو مخه ونیسي."
هغه وویل چې د دوه اړخیزو امنیتي تضمینونو د ترلاسه کولو لپاره د اوو هیوادونو او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو لړۍ به نن پیل شي.
سکای نیوز د برتانیې د صدراعظم د دفتر په حواله ویلي چې کیف ته د امنیتي ضمانتونو په اړه د G7 ډلې اعلامیه به نن په ویلنیوس کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې تصویب شي. د هغه په وينا، دغه سند د پوځي تجهيزاتو د تخصيص، د معلوماتو د تبادلې د پياوړتيا، د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پوځي پرسونل لپاره د روزنيزو پروګرامونو د پراختيا او همدارنګه د اوکراین د صنعتي ظرفيتونو د لوړولولپاره آسانتیاوي برابروي.
نن به د ولودیمیر زیلینسکي په شتون سره د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې د دویمې ورځې غونډه په ویلنیوس کې ترسره شي. د کیف چارواکو په وار وار ویلي چې دوی به په اتحاد کې د اوکراین د چټک منلو پرته د غونډې د هیڅ پایلې څخه راضي نه وي.
کرملین ټینګار کوي چې وضعیت له نږدې څاري او یادونه کوي چې دا د ناټو سره د یوځای کیدو لپاره د کیف رژیم اراده وه چې دقیقاْ د ځانګړو عملیاتو د پیل یو له لاملونو څخه شوه.