https://sputnik.af/20230711/طالبانو-په-افغانستان-ک-د-سون-فعالیتونه-ودرول-15286158.html
طالبانو* په افغانستان کې د سوېډن فعالیتونه ودرول
طالبانو* په افغانستان کې د سوېډن فعالیتونه ودرول
اسپوتنیک افغانستان
طالبانو* د قرآن کريم د سوځولو له امله په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو فعاليتونه ودرول. 11.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-11T13:36+0430
2023-07-11T13:36+0430
2023-07-11T13:36+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/09/08/11997223_0:0:2185:1230_1920x0_80_0_0_05d88203b54e17cfeec16e306661054c.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغه چې سوېډن د دغه عمل له کبله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي، د هغه هیواد ادارو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د سوېډن په هېواد کې د الله ج ژغورونکی کتاب قرآن کريم ته تر سپکاوي وروسته د مسلمانانو عقايدو ته د سپکاوي اجازه هم ورکړل شوه، تر څو چې د دغه ناوړه عمل له کبله له مسلمانانو څخه بښنه ونه غوښتل شي، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوېډن د ټولو فعالیتونو د بندولو امر کوي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي، چې د دې امر د تعمیل لپاره په چټکۍ سره لاس په کار شي.طالبانو* له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم غوښتي دي چې له سوېډن سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.تېره اونۍ عراقي الاصله سوېډني تبعه د قرآن کريم په سوځولو سره د نړۍ د مسلمانانو غوسه راوپاروله. عراق له سوېډني چارواکو څخه وغوښتل هغه مهاجر چې دا عمل یې ترسره کړی محاکمې ته وسپاري، په ورته وخت کې لسګونه عراقیان د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې د سوېډن هیواد د سفارت مخې ته د لاریون لپاره راټول شوي وه. دغه پیښه د الجزایر، افغانستان، مصر، اندونیزیا، لبنان، سوریې، ترکیې، ازبکستان، د عربي ټولنې د عمومي منشي احمد ابوالغیط، د اسلامی همکاریو سازمان او د عربي هیوادونو د همکارۍ د شورا د عمومي منشي جاسم الغیط له خوا هم په کلکه غندل شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې د ګډون کوونکو معافیت د نه اټکلېدونکی ناورین لامل کېدای شي او نړیواله ټولنه باید د دغه ډول غیر قانوني کړنو په وړاندې مقاومت وکړي.|*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20230710/محبوبیت-ناگهانی-پوتین-در-جهان-اسلام-15284025.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/09/08/11997223_77:0:2018:1456_1920x0_80_0_0_c335d66e908c5beddda826507d59bfc1.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
طالبانو* په افغانستان کې د سوېډن فعالیتونه ودرول
طالبانو* د قرآن کريم د سوځولو له امله په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو فعاليتونه ودرول.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغه چې سوېډن د دغه عمل له کبله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي، د هغه هیواد ادارو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د سوېډن په هېواد کې د الله ج ژغورونکی کتاب قرآن کريم ته تر سپکاوي وروسته د مسلمانانو عقايدو ته د سپکاوي اجازه هم ورکړل شوه، تر څو چې د دغه ناوړه عمل له کبله له مسلمانانو څخه بښنه ونه غوښتل شي، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوېډن د ټولو فعالیتونو د بندولو امر کوي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي، چې د دې امر د تعمیل لپاره په چټکۍ سره لاس په کار شي.
طالبانو* له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم غوښتي دي چې له سوېډن سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
تېره اونۍ عراقي الاصله سوېډني تبعه د قرآن کريم په سوځولو سره د نړۍ د مسلمانانو غوسه راوپاروله. عراق له سوېډني چارواکو څخه وغوښتل هغه مهاجر چې دا عمل یې ترسره کړی محاکمې ته وسپاري، په ورته وخت کې لسګونه عراقیان د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې د سوېډن هیواد د سفارت مخې ته د لاریون لپاره راټول شوي وه. دغه پیښه د الجزایر، افغانستان، مصر، اندونیزیا، لبنان، سوریې، ترکیې، ازبکستان، د عربي ټولنې د عمومي منشي احمد ابوالغیط، د اسلامی همکاریو سازمان او د عربي هیوادونو د همکارۍ د شورا د عمومي منشي جاسم الغیط له خوا هم په کلکه غندل شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې د ګډون کوونکو معافیت د نه اټکلېدونکی ناورین لامل کېدای شي او نړیواله ټولنه باید د دغه ډول غیر قانوني کړنو په وړاندې مقاومت وکړي.
|*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.