https://sputnik.af/20230710/طالبانو-په-کابل-ک-له-شیعه-انو-سره-د-غدیر-اختر-ولمانه-15280061.html
طالبانو* په کابل کې له شیعه ګانو سره د غدیر اختر ولمانځه
طالبانو* په کابل کې له شیعه ګانو سره د غدیر اختر ولمانځه
اسپوتنیک افغانستان
د غديرخم د اختر د نمانځنې مراسم د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د ګڼ شمېر خلکو او طالب* استازو په شتون سره د کابل په سخي زيارت کې ترسره شول. 10.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-10T14:26+0430
2023-07-10T14:26+0430
2023-07-10T14:27+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/322/98/3229825_0:0:5472:3078_1920x0_80_0_0_d887ba23a0ac73569626405ee2ef726d.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د دې غونډې ویناوال آیت الله سید محسن حجت وو، چې د غدیر پېښې او د هغې په اړه د ځینو شکونو په باره کې یې خبرې وکړې.د یادولو وړ ده چې د غدیر اختر په عربي کې د عیدالغدیر په نامه په قمري کالهنداره کې د ذالحجې میاشت پر اتلسمه نېټه د شیعه ګانو د مهمو اخترونو څخه د یو اختر په توګه لمانځل کېږي او د مسلمانانو له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته د علي بن ابي طالب د امامت سره تړاو لري.په شیعه فقه کې دا اختر د لوی اختر، د محمد (ص) د کورنۍ اختر، او اشرف العیاد (لوی اختر) په تعبیرونو سره یاد شوی د ی . د شیعه مذهب د پیروانو د معتقداتوله مخې، حضرت رسول اکرم (ص) دحج الوداع څخه وروسته په غدیرخم خطبه کې، علی بن ابی طالب یې د خپل ځای ناستی په توګه مسلمانانو ته ورپېژندلی و.همدارنګه شیعه عالمان په دې باور دي چې پیغمبر (ص)په نورو ځایونو کې هم لکه د یوم مالدار پېښه، د تبوک د جګړې کیسه او د منزلت په حدیث کې تر ځان وروسته د ځای ناستي په توګه علي بن ابي طالب ته اشاره کړی ده.*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/322/98/3229825_164:0:5028:3648_1920x0_80_0_0_aa2efc44ffab190b5133e16ff4d9e52c.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
طالبانو* په کابل کې له شیعه ګانو سره د غدیر اختر ولمانځه
14:26 10.07.2023 (بازآوری شدن: 14:27 10.07.2023) د غديرخم د اختر د نمانځنې مراسم د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د ګڼ شمېر خلکو او طالب* استازو په شتون سره د کابل په سخي زيارت کې ترسره شول.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د دې غونډې ویناوال آیت الله سید محسن حجت وو، چې د غدیر پېښې او د هغې په اړه د ځینو شکونو په باره کې یې خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د غدیر اختر په عربي کې د عیدالغدیر په نامه په قمري کالهنداره کې د ذالحجې میاشت پر اتلسمه نېټه د شیعه ګانو د مهمو اخترونو څخه د یو اختر په توګه لمانځل کېږي او د مسلمانانو له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته د علي بن ابي طالب د امامت سره تړاو لري.
په شیعه فقه کې دا اختر د لوی اختر، د محمد (ص) د کورنۍ اختر، او اشرف العیاد (لوی اختر) په تعبیرونو سره یاد شوی د ی . د شیعه مذهب د پیروانو د معتقداتوله مخې، حضرت رسول اکرم (ص) دحج الوداع څخه وروسته په غدیرخم خطبه کې، علی بن ابی طالب یې د خپل ځای ناستی په توګه مسلمانانو ته ورپېژندلی و.
همدارنګه شیعه عالمان په دې باور دي چې پیغمبر (ص)په نورو ځایونو کې هم لکه د یوم مالدار پېښه، د تبوک د جګړې کیسه او د منزلت په حدیث کې تر ځان وروسته د ځای ناستي په توګه علي بن ابي طالب ته اشاره کړی ده.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.