https://sputnik.af/20230706/ملر-ملتونه-پر-طالبانو-غ-کو-چ-د-و-د-سینار-د-سالونونو-د-تلو-پرکه-برته-واخل-15244502.html
ملګري ملتونه پر طالبانو* غږ کوي چې د ښځو د سینګار د سالونونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي
ملګري ملتونه پر طالبانو* غږ کوي چې د ښځو د سینګار د سالونونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي
اسپوتنیک افغانستان
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) له طالبانو* وغوښتل د ښځو لپاره د سینګار د سالونونو د تړلو پر پرېکړې له سره غور وکړي. 06.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-06T13:36+0430
2023-07-06T13:36+0430
2023-07-06T13:36+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/03/1e/9731132_0:88:900:594_1920x0_80_0_0_7af44992eed436385f3b53fd6304e803.jpg
د اسپوتنیک په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه وینا کې چې د یادې ادارې پر ټویټر پاڼې خپره شوې، له طالبانو* غوښتي چې د ښځو لپاره د سینګار سالونونو د تړلو پر پریکړه له سره غور وکړي.د وینا په متن کې راغلي: "یوناما پر طالبانو* غږ کوي چې د سینګار د سالونونو د تړلو حکم لغوه کړي. د ښځو پر حقونو دا نوی محدودیت به د هیواد پر اقتصاد منفي اغیز وکړي او د ښځو د کاري بوختیا څخه د اعلان شويملاتړ خلاف دی."د یادولو وړ ده چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د زمری میاشت له درېیمې نیټې څخه د ښځو د سینګار د سالونونو پر فعالیت بندیز لګوي. دغه وزارت په یو مکتوب کې ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یادو بندیزونو په اړه شفاهی امر کړی دی.باید وویل شي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسی طالبانو* پر ښځو باندي ډېر بندیزونه لګولي دي چې د نجوڼو زده کړه او په دولتي، غیر دولتي او نړیوالو ادارو کې د ښځو کار هم پکې شامل دي. طالبان دا کړني د شرعی احکامو په رڼا کې بولي.*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/03/1e/9731132_0:4:900:679_1920x0_80_0_0_bd9553c8b0d707a16415807ac1923151.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
ملګري ملتونه پر طالبانو* غږ کوي چې د ښځو د سینګار د سالونونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) له طالبانو* وغوښتل د ښځو لپاره د سینګار د سالونونو د تړلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.
د اسپوتنیک په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه وینا کې چې د یادې ادارې پر ټویټر پاڼې خپره شوې، له طالبانو* غوښتي چې د ښځو لپاره د سینګار سالونونو د تړلو پر پریکړه له سره غور وکړي.
د وینا په متن کې راغلي: "یوناما پر طالبانو* غږ کوي چې د سینګار د سالونونو د تړلو حکم لغوه کړي. د ښځو پر حقونو دا نوی محدودیت به د هیواد پر اقتصاد منفي اغیز وکړي او د ښځو د کاري بوختیا څخه د اعلان شويملاتړ خلاف دی."
د یادولو وړ ده چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د زمری میاشت له درېیمې نیټې څخه د ښځو د سینګار د سالونونو پر فعالیت بندیز لګوي. دغه وزارت په یو مکتوب کې ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یادو بندیزونو په اړه شفاهی امر کړی دی.
باید وویل شي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسی طالبانو* پر ښځو باندي ډېر بندیزونه لګولي دي چې د نجوڼو زده کړه او په دولتي، غیر دولتي او نړیوالو ادارو کې د ښځو کار هم پکې شامل دي. طالبان دا کړني د شرعی احکامو په رڼا کې بولي.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.