https://sputnik.af/20230706/د-یوناما-مرستیال-له-انزوا-خه-د-طالبانو-په-راویستلو-ینار-کو-15243696.html
د یوناما مرستیال له انزوا څخه د طالبانو* په راویستلو ټینګار کوي
د یوناما مرستیال له انزوا څخه د طالبانو* په راویستلو ټینګار کوي
اسپوتنیک افغانستان
د یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وايي، دوی هڅه کوي طالبان* له انزوا څخه وباسي. 06.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-06T12:36+0430
2023-07-06T12:36+0430
2023-07-06T12:40+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/06/12/10656492_0:0:769:432_1920x0_80_0_0_8a07205df7c00be0a87611a877af7f77.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مرستیال مارکوس پوتزل وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د یوناما چارواکو ته د ورکړل شوي دستور له مخې، دوی باید له طالبانو* سره په اړیکه کې واوسي او هڅه کوي څو له نړیوال انزوا څخه د طالبانو* د راویستلو په موخه د دوی سره همکارۍ پیاوړي کړي.پوتزل له "یوان نیوز" سره په مرکه کې ویلي: "موږ باید د طالبانو* پیغامونه نړۍ ته ورسوو، هغوی له موږ سره خبرو ته لېواله دي، ځکه دوی موږ د اړیکو په ښه کولو کې فعال ګڼي."مارکوس پوتزل وویل چې د طالبانو* تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې د مخدره موادو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د طالبانو* د مشر له خوا د مخدره موادو د کښت او کارولو د بنديدو د فرمان صادرولو وروسته "لومړني راپورونه ښيي چې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی دی".په دې مرکه کې مارکوس پوتزل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي، ځکه د نشه يي توکو کنټرول "د هرچا او په ځانګړې توګه د افغانانو او د سیمې د هېوادونو په ګټه دی".پوتزل وویل، "ما د طالبانو* د هیڅ یو داسی رسمی مقام سره چې ښوونځي یا پوهنتون ته د نجونو د تګ د منع کولو پلوي وي، کتنه نده کړې".پوتزل زیاته کړه چې که د ښځو پر ضد د طالبانو* فرمانونه لغوه نشي، "له نړیوالې ټولنې سره به د طالبانو* پر اړیکو د تل لپاره سیوري وي."*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20230420/معاون-یوناما-جامعه-جهانی-نباید-مردم-افغانستان-را-تنها-بگذارد-14453263.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/06/12/10656492_20:0:703:512_1920x0_80_0_0_140d233310a973df6118501c4ec46596.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د یوناما مرستیال له انزوا څخه د طالبانو* په راویستلو ټینګار کوي
12:36 06.07.2023 (بازآوری شدن: 12:40 06.07.2023) د یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وايي، دوی هڅه کوي طالبان* له انزوا څخه وباسي.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مرستیال مارکوس پوتزل وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د یوناما چارواکو ته د ورکړل شوي دستور له مخې، دوی باید له طالبانو* سره په اړیکه کې واوسي او هڅه کوي څو له نړیوال انزوا څخه د طالبانو* د راویستلو په موخه د دوی سره همکارۍ پیاوړي کړي.
پوتزل له "یوان نیوز" سره په مرکه کې ویلي: "موږ باید د طالبانو* پیغامونه نړۍ ته ورسوو، هغوی له موږ سره خبرو ته لېواله دي، ځکه دوی موږ د اړیکو په ښه کولو کې فعال ګڼي."
مارکوس پوتزل وویل چې د طالبانو* تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې د مخدره موادو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د طالبانو* د مشر له خوا د مخدره موادو د کښت او کارولو د بنديدو د فرمان صادرولو وروسته "لومړني راپورونه ښيي چې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی دی".
په دې مرکه کې مارکوس پوتزل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي، ځکه د نشه يي توکو کنټرول "د هرچا او په ځانګړې توګه د افغانانو او د سیمې د هېوادونو په ګټه دی".
پوتزل وویل، "ما د طالبانو* د هیڅ یو داسی رسمی مقام سره چې ښوونځي یا پوهنتون ته د نجونو د تګ د منع کولو پلوي وي، کتنه نده کړې".
پوتزل زیاته کړه چې که د ښځو پر ضد د طالبانو* فرمانونه لغوه نشي، "له نړیوالې ټولنې سره به د طالبانو* پر اړیکو د تل لپاره سیوري وي."
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.