https://sputnik.af/20230705/د-ور-د-ینو-مهمو-خبرونو-لنیز-15228906.html
د ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز
د ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز
اسپوتنیک افغانستان
نن په نړۍ کې او بیا په ځانګړی ډول د افغانستان په اړه مهمې مسایل پېښ شوي دي. 05.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-05T01:05+0430
2023-07-05T01:05+0430
2023-07-05T01:05+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/04/15217789_0:0:3078:1731_1920x0_80_0_0_c768a7e6673dd128631abb52cedf6638.jpg
د شانګهای د همکارۍ سازمان آنلاین سرمشریزه غونډه د هند د لومړی وزیر په کوربه توب جوړه شوه او د سازمان د غړو هیوادونو پر امنیتی، اقتصادی او سوداګریز خوندیتوب او د غړو هیوادونو ترمنځ د یووالی او پیوستون او په نړیوالو مسایلو کې د واحد دریځ د غوره کولو په اړه خبري اتري وشوې.د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې ګډونوالو د یو خپلواک هیواد د جوړېدو په هیله د افغانستان ملاتړ وکړ. همدارنګه غړي هیوادونه "په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي وګڼل چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان لپاره تر ۲۰۲۵ کال پوری مهم هدفونه اعلان کړ.د آلمان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په افغانستان کې د آلمانی پوځ د کړنو څخه دفاع کړې، د افغانستان اوسنی وضعیت یې وحشتناک ګڼلی او ویلي یې دي چې افغانستان به د اوږدې مودې لپاره ناامن ځای پاتې شي.اسپوتنیک د کابل خبري رسنیو په حواله ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن د جولای پر ۴ نېټه اعلان کړی چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو حاصلات کمېږي.په سوېډن کې د لوی اختر د لمانځنې پر مهال د قرآن کريم بې حرمتي او سوځول د نړۍ د ډېرو هېوادونو له پراخ غبرګونونو سره مخ شول.د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۳مه غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه نړیواله ټولنه د پښه پر ځای په حال کې ده.*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندی دي.
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e7/07/04/15217789_194:0:2925:2048_1920x0_80_0_0_2084ffbf375fa19480f14b3137f3b3a2.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
د ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز
نن په نړۍ کې او بیا په ځانګړی ډول د افغانستان په اړه مهمې مسایل پېښ شوي دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان آنلاین سرمشریزه غونډه د هند د لومړی وزیر په کوربه توب جوړه شوه او د سازمان د غړو هیوادونو پر امنیتی، اقتصادی او سوداګریز خوندیتوب او د غړو هیوادونو ترمنځ د یووالی او پیوستون او په نړیوالو مسایلو کې د واحد دریځ د غوره کولو په اړه خبري اتري وشوې.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې ګډونوالو د یو خپلواک هیواد د جوړېدو په هیله د افغانستان ملاتړ وکړ. همدارنګه غړي هیوادونه "په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي وګڼل چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان لپاره تر ۲۰۲۵ کال پوری مهم هدفونه اعلان کړ.
د آلمان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په افغانستان کې د آلمانی پوځ د کړنو څخه دفاع کړې، د افغانستان اوسنی وضعیت یې وحشتناک ګڼلی او ویلي یې دي چې افغانستان به د اوږدې مودې لپاره ناامن ځای پاتې شي.
اسپوتنیک د کابل خبري رسنیو په حواله ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن د جولای پر ۴ نېټه اعلان کړی چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو حاصلات کمېږي.
په سوېډن کې د لوی اختر د لمانځنې پر مهال د قرآن کريم بې حرمتي او سوځول د نړۍ د ډېرو هېوادونو له پراخ غبرګونونو سره مخ شول.
د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۳مه غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه نړیواله ټولنه د پښه پر ځای په حال کې ده.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندی دي.