https://sputnik.af/20230704/په-افغانستان-ک-د-غنمو-په-حاصلاتو-ک--سلنه-کمت-15217481.html
په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه کمښت
په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه کمښت
اسپوتنیک افغانستان
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو حاصلات کمېږي. 04.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-04T16:03+0430
2023-07-04T16:03+0430
2023-07-05T00:39+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/0c/0c/13025838_0:139:3151:1911_1920x0_80_0_0_92b8cb25313eddf89fe4435ee49ea6b7.jpg
اسپوتنیک د کابل خبري رسنیو په حواله ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام نن د جولای پر ۴ نېټه اعلان وکړ چې د وچکالۍ له امله د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د غنمو حاصلاتو ته تر ټولو زیات زیان اوښتی دی.دغه بنسټ د هېواد په شمال کې د ملخانو د برید په اړه ویلي، چې د غنمو د حاصلاتو څلورمه برخه (۱.۲میلیونه ټنه) چې ټولیز ارزښت یې ۴۸۰ میلیونه ډالره کېږي، له ګواښ سره مخ کړی دی.د نړیوال خوراکي پروګرام د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د می او اکتوبر ترمنځ د ۱۵.۳ میلیونه انسانانو د خوړو د سخت ناخوندیتوب وړاندوینه کېږي.د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۸.۸ میلیونو ډېر افغانان، چې د هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د ۱۵.۴ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده، خو د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۸ میلیونه اړ افغانان د مرستو د ترلاسه کولو له نوملړ څخه ایستل شوي دي.د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا ټینګار کوي چې دغه اداره په افغانستان کې د سوړ موسم پر مهال د بېړنیو مرستو د دوام لپاره ۱.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو* له واکمنۍ وروسته پرله پسې وچکالۍ او بېکارۍ خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندی دي.
https://sputnik.af/20230308/پیشکش--هزار-متریک-تن-گندم-به-افغانستان-از-سوی-هند--13965943.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/0c/0c/13025838_209:0:2940:2048_1920x0_80_0_0_6b78f207eb9ca668a3a5727a2a4b6d17.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه کمښت
16:03 04.07.2023 (بازآوری شدن: 00:39 05.07.2023) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو حاصلات کمېږي.
اسپوتنیک د کابل خبري رسنیو په حواله ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام نن د جولای پر ۴ نېټه اعلان وکړ چې د وچکالۍ له امله د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د غنمو حاصلاتو ته تر ټولو زیات زیان اوښتی دی.
دغه بنسټ د هېواد په شمال کې د ملخانو د برید په اړه ویلي، چې د غنمو د حاصلاتو څلورمه برخه (۱.۲میلیونه ټنه) چې ټولیز ارزښت یې ۴۸۰ میلیونه ډالره کېږي، له ګواښ سره مخ کړی دی.
د نړیوال خوراکي پروګرام د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د می او اکتوبر ترمنځ د ۱۵.۳ میلیونه انسانانو د خوړو د سخت ناخوندیتوب وړاندوینه کېږي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۸.۸ میلیونو ډېر افغانان، چې د هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د ۱۵.۴ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده، خو د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۸ میلیونه اړ افغانان د مرستو د ترلاسه کولو له نوملړ څخه ایستل شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا ټینګار کوي چې دغه اداره په افغانستان کې د سوړ موسم پر مهال د بېړنیو مرستو د دوام لپاره ۱.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو* له واکمنۍ وروسته پرله پسې وچکالۍ او بېکارۍ خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندی دي.