شاهین: ډیورنډ یوه خیالي کرښه ده او له پاکستان سره زموږ پوله نه ده

په قطر کې د طالبانو* د سیاسي دفتر مشر ویلي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نه ده.
Sputnik
د اسپوتنیک د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو* د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان او پاکستان تر منځ جنجالي پولې ته په اشارې سره وویل، ډیورنډ یوه خیالي کرښه ده او له پاکستان سره زموږ پوله نه ده.
په قطر کې د طالبانو* د سیاسي دفتر مشر وايي، د دې ډلې پالیسي "سوله ییز ژوند کول" او د ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو لرل ده.
د شاهین په وینا دا په پاکستان پورې اړه لري چې د دوی تګلاره څه ده.
هغه ټینګار وکړ: "که دوی هم داغسی غواړي، زه فکر کوم چې دا نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره هم ښه خبره ده".
درگیری مرزی با پاکستان؛ دو عضو طالبان و پنج سرباز پاکستانی کشته شدند
د یادونې وړ ده چې ډیورنډ یا د افغان حکومت په وینا ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې نوم دی. دا پوله په ۱۸۹۳ کال کې د عبدالرحمن په وخت کې د مورټیمر ډیورنډ له خوا د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ ټاکل شوې وه. که څه هم دا تړون د یوې پېړۍ لپاره موقت و، خو د افغانستان او انګلیس تر منځ له درېیمې جګړې وروسته چې د افغانستان خپلواکۍ ته یې لار هواره کړه، په ۱۹۱۹ کې د راولپنډۍ د تړون په ترڅ کې د ډیورنډ پوله په دایمي توګه ومنل شوه او د افغانستان بهرنۍ تګلاره د امان الله شاه له خوا انګلستان ته وسپارل شوه. د هند له خپلواکۍ او پر دوو برخو د هند له وېش او د پاکستان له جوړېدو څو کاله وروسته دغه قبایلي سیمې د پاکستان په خاوره کې د خپلواکو قبایلي سیمو په توګه وپېژندل شوې. له عبدالرحمن وروسته د افغانستان واکمنان تر ډېره د ډیورنډ پولې په رسمیت پېژندلو مخالف وه. تر ډېره وخته خلک په ازاده او له وېزې پرته د پولې بلې غاړې ته تګ راتګ کولی شوه، خو د حامد کرزي او اشرف غني په وخت کې له پاکستان سره نور تړونونه لاسلیک شوي دي. دا مهال د طالبانو* جنګیالي کله ناکله د پاکستان له پوځ سره نښتې کوي. پاکستان د ملګرو ملتونو او امریکا په مرسته پر دې پوله د ټرافیکو د کنټرول لپاره اغزن تارونه او دروازه جوړه کړې او خلک یوازې په ویزه له پولې تېرېدلای شي. دغه پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو سبب شوې ده. د اسلام آباد حکومت د ډيورنډ پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړيوالې پولې په توګه پېژني. دې پولې په اصل کې د پولې دواړو غاړو ته پښتانه سره بېل کړي دي. د دغه تړون په پایله کې افغانستان لږ تر لږه ۱۰۳ زره کیلومتره مربع ځمکه له لاسه ورکړه.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سامان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو