دغه ائتلاف د روسیې له فدراسیون سره د شخړو په لټه کې نه دی، خو په کې برخه اخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ناټو د څرګندونو په غبرګون کښې وویله: دغه ائتلاف له روسیې سره د شخړې په لټه کښې نه دی خو په کښې ګډون کوی.
Sputnik
د اسپوتنیک په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازې ماریا زاخارووا په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکي: "ناټو په ساده ډول ګډون کوي".
هغې لیکلي: "البته، ناټو له روسیې سره د شخړې په لټه کې نه ده، ناټو یوازې په دې کې ګډون کوي."
تر دې مخکې ناټو په یوه اعلامیه کې د روسیې په اړه لیکلي و: "د روسیې فدراسیون د متحدینو امنیت او همدارنګه د یورو اتلانتیک سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره تر ټولو جدي او مستقیم ګواښ دی."
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د ناټو هیوادونو خپله د پرانیستې دروازې پالیسي تایید کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د ناټو سرمشریزه غونډه د جولای له 11 څخه تر 12 پورې په ویلینیس کې جوړه شوه.
بحث و گفتگو