امریکا د پاکستان له خاورې څخه په ګټې اخستنې پر افغانستان بریدونه کوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ويلي، چې امريکا د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو پر بنسټ د پاکستان له هوايي حريم څخه پر افغانستان د بريد لپاره کار اخلي.
Sputnik
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني له خبریال طاهر خان سره په مرکه کې ویلي، چې اسلام آباد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۶۸او ۱۳۷۳ شمېر پرېکړه لیکونو پر بنسټ چې د القاعدهپر ضد تصویب شوي، عمل کوي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا بل هېواد کولای شي د یوه خپلواک هېواد پر خاوره هوايي بریدونه وکړي، وویل: دا بالکل ممکنه ده، ځکه د ملګرو ملتونو ۱۳۶۸او ۱۳۷۳ شمېر پرېکړه لیکونه په دې اړه وايي، که تاسو راضي یاست او که نه،پرېکړه لیک بشپړ دی،هغه څوک چې ترهګري لري، مسؤول او ځواب ورکونکي دي چې څنګه ترهګري د دوی په خاوره کې دي.
آصف دراني له افغان چارواکو وغوښتل چې په دې برخه کې له پاکستان څخه گیله من ونه اوسي.
دا لومړی ځل دی چې یو پاکستانی چارواکی تاییدوی چې امریکا پر افغانستان باندي د برید لپاره د پاکستان له هوایی حریم څخه کار اخلی.
امریکا د افغانستان هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله څاري. طالب* چارواکي او په ځانګړی ډول د دفاع وزیر څو څو ځله ویلي چې تر اوسه پورې د افغانستان فضا "اشغال" ده.
د پاکستان ځانګړی استازی: موږ د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پرځای کېدلو هرکلی کوو
په داسې حال کې چې طالبان* امریکې ته د ماتي ورکولو ادعا لري، د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې د مخنیوي توان نلرلو له کبله، له پاکستانه غوښتي دي چې د هغه هیواد له حریم څخه دافغانستان هوايي حریم ته د امریکایی بې پېلوټه الوتکو د تېرېدو مخه ونیسي.
دغه جګپوړي پاکستاني ديپلومات زياته کړه چې همدغه پرېکړه ليکونه امريکې ته اجازه ورکړه چې د کابل په شيرپور کې د القاعده شبکې پر پخواني مشر ايمن الظواهري او د پاکستان په ايبټ آباد کې د دې شبکې پر بنسټګر اسامه بن لادن بريد وکړي.
ښاغلي دراني ټینګار وکړ چې طالبان* "د پاکستان لاسپوڅي نه دي او نه هم کېدای شي." هغه وويل: "هر افغان ازاد خیاله دى، د افغانستان په تاريخ کې داسې نه ده رامنځته شوې.کله چې کرزى ولسمشر و، هغه هم د آزادۍ خبره کوله، په داسې حال کې چې د امريکېله لاسه یې خوړله، همداسې نور راغلل، کله چې د دوی ګټې زیانمنې کېدې،خپلې خبرې به یې کولې"
د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د پاکستان پر حکومت د افغان سولې په بهیر کې د صادقانه رول د نه لوبولو او د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو*د ملاتړ له کبله نیوکې کولې.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو