طالبانو* په افغانستان کې د سوېډن فعالیتونه ودرول

طالبانو* د قرآن کريم د سوځولو له امله په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو فعاليتونه ودرول.
Sputnik
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د طالبانو* ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغه چې سوېډن د دغه عمل له کبله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي، د هغه هیواد ادارو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د سوېډن په هېواد کې د الله ج ژغورونکی کتاب قرآن کريم ته تر سپکاوي وروسته د مسلمانانو عقايدو ته د سپکاوي اجازه هم ورکړل شوه، تر څو چې د دغه ناوړه عمل له کبله له مسلمانانو څخه بښنه ونه غوښتل شي، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوېډن د ټولو فعالیتونو د بندولو امر کوي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي، چې د دې امر د تعمیل لپاره په چټکۍ سره لاس په کار شي.
طالبانو* له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم غوښتي دي چې له سوېډن سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
محبوبیت بی حد پوتین در جهان اسلام+ عکس
تېره اونۍ عراقي الاصله سوېډني تبعه د قرآن کريم په سوځولو سره د نړۍ د مسلمانانو غوسه راوپاروله. عراق له سوېډني چارواکو څخه وغوښتل هغه مهاجر چې دا عمل یې ترسره کړی محاکمې ته وسپاري، په ورته وخت کې لسګونه عراقیان د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې د سوېډن هیواد د سفارت مخې ته د لاریون لپاره راټول شوي وه. دغه پیښه د الجزایر، افغانستان، مصر، اندونیزیا، لبنان، سوریې، ترکیې، ازبکستان، د عربي ټولنې د عمومي منشي احمد ابوالغیط، د اسلامی همکاریو سازمان او د عربي هیوادونو د همکارۍ د شورا د عمومي منشي جاسم الغیط له خوا هم په کلکه غندل شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې د ګډون کوونکو معافیت د نه اټکلېدونکی ناورین لامل کېدای شي او نړیواله ټولنه باید د دغه ډول غیر قانوني کړنو په وړاندې مقاومت وکړي.
|*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو