د اسپوتنیک د راپور له مخې، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک بین الافغاني خبرې"په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره یوه مناسبه تګلاره" وبلله.
دوی د ویډیويي خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د لیرې کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
کرزي د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې له خوا څخه "د نجونو د تعلیم او کار ته د ښځو د راستنېدو په برخه کې د شریف ارمان " د نه هیریدونکي ملاتړ ستاینه وکړه.
کرزی دغه راز دافغانستان سره د آلمان د بشري مرستو له امله د بهرنیو چارو له وزیرې څخه د مننې ترڅنګ د مرستو د دوام هیله څرګنده کړه.
له هغه وخته چې طالبان* په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، هغوی په منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د بشري مرستو له ادارو سره یې د ښځو کار محدود کړ.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ظالمانه سیاستونه او کړنې د نړیوالې ټولنې له خوا په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلې او نړیواله ټولنه د دې محدودیتونود ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړېده. خو د طالبانو* حکومت ادعا کوي چې دا د افغانستان داخلي مسله ده او له بهرنۍ ټولنې یې غوښتي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.