طالبانو* په کابل کې له شیعه ګانو سره د غدیر اختر ولمانځه

د غديرخم د اختر د نمانځنې مراسم د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د ګڼ شمېر خلکو او طالب* استازو په شتون سره د کابل په سخي زيارت کې ترسره شول.
Sputnik
د اسپوتنیک د راپور له مخې، د دې غونډې ویناوال آیت الله سید محسن حجت وو، چې د غدیر پېښې او د هغې په اړه د ځینو شکونو په باره کې یې خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د غدیر اختر په عربي کې د عیدالغدیر په نامه په قمري کالهنداره کې د ذالحجې میاشت پر اتلسمه نېټه د شیعه ګانو د مهمو اخترونو څخه د یو اختر په توګه لمانځل کېږي او د مسلمانانو له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته د علي بن ابي طالب د امامت سره تړاو لري.
په شیعه فقه کې دا اختر د لوی اختر، د محمد (ص) د کورنۍ اختر، او اشرف العیاد (لوی اختر) په تعبیرونو سره یاد شوی د ی . د شیعه مذهب د پیروانو د معتقداتوله مخې، حضرت رسول اکرم (ص) دحج الوداع څخه وروسته په غدیرخم خطبه کې، علی بن ابی طالب یې د خپل ځای ناستی په توګه مسلمانانو ته ورپېژندلی و.
همدارنګه شیعه عالمان په دې باور دي چې پیغمبر (ص)په نورو ځایونو کې هم لکه د یوم مالدار پېښه، د تبوک د جګړې کیسه او د منزلت په حدیث کې تر ځان وروسته د ځای ناستي په توګه علي بن ابي طالب ته اشاره کړی ده.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو