د شبرغان ښار څخه مزار شریف ښار ته د ګاز د لېږد نل لیکه بیا پرانیستل شوه.
د امریکې د کنګرس د استازو د جرګې غړی او د هغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د افغانستان په اړه د ولسمشر بایډن وروستۍ خبري له واقعیت څخه لیرې وبللې.
امریکایان د طالبانو* سره د خبرو اترو لپاره د زلمی خلیلزاد د ټاکلو په اشتباه پوه شول.
طالبان* په کابل کې د شیعه ګانو سره یوځای د غدیر اختر ولمانځل.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازی آصف درانی د افغانستان شمالی ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو د ځای پرځای کولو هر کلی وکړ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بیربوک سره په ویډیویې خبرو کې پر بین الافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د بریتانیې د سفارت شارژدافیر د طالبانو* سره د خبرو لپاره دوحه مناسب ځای ګڼي.
*- طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.