د اسپوتنیک د خبر له مخې، سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې پر بشري مرستو، سیاسي اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
د برتانیې شارژدافیر رابرټ سي ډیکسن هم د غونډې په اړه په یوه ټویټ کې دوحه له طالبانو سره د خبرو لپاره یو مهم ځای بللی دی.
په افغانستان کې د بريتانيا د سفارت شارژدافير تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د صدارت د سرپرست مولوي عبدالکبير او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او د بشري حقونو او د ښځو د کار او زده کړې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.